د لاس رسي وړ اتصالات

پر سپوږمۍ د راکټ فیر


د امریکا د فضايي څیړنو د مرکز یا ناسا څېړونکو نن د یکشنبې په ورځ، پر سپوږمۍ باندې د هغه راکټي برید انځورونه خپاره کړل چې د اکتوبر پر نهمه نیټه ترسره شو.

په دغو عکسونو کې د خاورو هغه لوخړې لیدل کیږي چې د سپوږمۍ د جنوبي قطب پر کابیس کندې باندې د راکټ د لگیدو له امله پورته شوي دي.

ددغو لوخړو لوړوالی کابو یو مایل اټکل شوی دی.

ساینس پوهانو وکړای شول ددغه خاورو دوړو په جوړولو سره او د هغه ستلایت په مرسته چې ارزښت یې نهه اویا میلیونو ډالرو ته رسیږي، د معاینې لپاره نمونې لاسته راوړي او پرې څیړنې پیل کړي.

ساینس پوهان غواړي معلومه کړي چې په سپوږمۍ کې اوبه موجودې دي او که نه.

XS
SM
MD
LG