د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د افغانستان مخدره مواد نړۍ ته خطر دی 


د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جنایاتو اداره وايي چې په افغانستان کې د مخدره موادو غیرقانوني تجارت په نړۍ باندې ورانونکي تاثیرات لري او ددې ملامتي یې په هغو خواوو باندې اچولی ده چې په دې لاره کې غفلت کوي.

دغه دفتر پرون د چار شنبې په ورځ د خپلو څېړنو نتیجه خپره کړه او په هغې کې یې وویل چې هغه اپیم او هېروین چې هرکال د افغانستان نه خارجي ملکونو ته په قاچاق وړل کېږي، د اروپا نېولې تر آسیا پوري په ټولو هغو ملکونو باندې مرګاني تاثیرات لري چې ددې قاچاق په لار کې واقع دي. په افغانستان کې د ټولې نړۍ د ۹۰ فیصده نه زیات اپیم تولېدېږي.

په دې څېړنو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د دغو مخدره موادو په مخنېوي کې یوازي دوه فیصده تلاشونه روان دي، په داسي حال کې چې په کولمبیا کې د دې تلاشونو سطح ۲۰ فیصده ده چې د کوکاینو د مخنېوي دپاره کېږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ددفتر ریْس انتونیو ماریاکوستا وايي چې په افغانستان او پاکستان کې بې قانوني او قبایلي ژوند د مخدره موادو د زیاتیدو علت دی. هغه د دې ستونزي سره د مبارزې د پاره د زیاتو منابعو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG