د امریکا د دفاع وزیر ښاغلی رابرت ګیټس سلواکیا ته تللی دی چې د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع پر وزیرانو غږ وکړي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو د عمومي قوماندان جنرال مکریستل غوښتنه پرځای کړي.
د افغانستان د ماموریت د بریالیتوب دپاره جنرال مکریستل د نورو منابعو او عسکرو غوښتنه کړې وه.
د امریکا د دفاع وزیر ښاغلیْ رابرت ګیټس د ناټو د غړیو هیوادونو نه غواړي چې د افغانستان په ماموریت کې لازیاته پراخه ونډه واخلي، په داسي حال کې چې امریکا په خپله اوس هم د افغانستان د پاره پر خپلې تګلارې او پلانونو باندې غور کوي.
خو ښآغلي ګیټس په الوتکه کې د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ناټو د غړیو هیوادو نه دغه راز غوښتنې پرځای دي ځکه افغانستان ته د سولې او ثبات رواستل یواځي د امریکا د متحده ایالاتو مسولیت نه بلکې د ناټو د ټول تړون مسولیت دی.
ښاغلي ګیټس داسي وویل:
"دا یوه ګډه موضوع ده او پکاره ده چې متحدین په ګډه پرې غور وکړي. زما نظر دا دی چې مونږ باید په هر ډول چې کېږي په افغانستان کې د ناټو د تړون د بریالیتوب په خاطر د جنرال مکریستل غوښتنې پرځای کړو او باید موضوع ته په داسي نظر ونه ګورو چې ګواکي دا ټول د امریکا د متحده ایالاتو مسولیت دی".
ښاغلي ګیټس زیاته کړه چې د ناټو د غونډې نه چې تیرکال په پسرلي کې پرانیستل شوې وه، را په دیخواه، ده په افغانستان کې د ناټو د بریالیتوب دپاره د ناټو د غړیو هیوادونو په تعهد کې قوت او پیاوړتیا لیدلې ده. دغه راز ښاغلي ګیټس دا هم وویل چې په افغانستان کې د ناټو د عسکرو تلفات هم زیات سوي دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال مکریستل ویلي وه چې که چیري ناټو او متحدین یې افغانستان ته نور عسکر او منابعې ورونلېږي نو د دې امکان سته چې د ناټو ماموریت په افغانستان کې ناکامه سي.
داسي ویل کېږي چې په یوه محرم رپوټ کې چې هغه پنتګاګون ته را استولی وو، د ۴۰ زرو یا زیاتو نورو عسکرو غوښتنه یې کړې وي. په داسي حال کې چې دغه دمه په افغانستان کې ۶۸ زره امریکايي او ۴۰ زره د ناټو د نورو غړیو ملکونو عسکر ځای پر ځای دي.
ټاکل سوې ده چې جمهور ریْس بارک اوباما به ژر د نورو عسکرو د لېږلو په هکله پرېکړه وکړي.
همدا شان ښاغلي ګیتس وویل چې دی غواړي، د ناټو غړي هیوادونه پر دې غور وکړي چې څه ډول کولای سي چې د طالبانو او نورو یاغي ډلو د څو کلونو پرمختګ بیرته برعکس کړي او پرې غالب سي.
ښاغلي ګېټس داسي وویل: "زما هیله دا ده چې مونږ به د افغانستان د موضوع په هکله یو لړ جدي خبرې وکړو او پردې به وغږېږو چې په افغانستان کې مسایلو د تیرکال د پسرلي را په دیخوا ولي تغییر وکړ. مونږ به د متحدینو دپاره د پرمخ تللو پر یوې لارې او دغه راز په ګډه د مسولیتونو او کارونو د کولو پر مهمو مسلو باندې خبرې وکړو. مونږ به افغانستان د حکومت سره په ګډه کار وکړو چې شراېطو ته د یوې مثبته لورې پرخوا سوق ورکړو".
خو ښاغلیْ ګيټس وايي چې د افغانستان د ماموریت دپاره ټولې هلې ځلې باېد نظامي نه وي. هغه وویل چې هغه( براتیسوالا) ته د څو مسلو سره تللی دی چې متحدینو ته څو لارې پېشنهاد کړي چې پرې غور وکړي. هغه دا هم وویل چې د جنرال مکریستل غوښتنې هم جنجال راپارونکي نه دي هغه د ملکي کسانو د مرستې، او د مالي او انکشافي پروژو غوښتنه کړېده.
ښآغلي ګیټس جنوبي کوریا ته د خپل سفر پرمهال په افغانستان کې د دویم ځلي انتخاباتو د پرانیستلو مسلې ته هم هرکلی ووایه او ویې ویل چې دا د ټولو دخیلو ملکونو په ګټه ده چې داسي یو پروسه رامینځ ته سي چې په لړ کې یې وړونکیْ کاندید په قانوني او مشروع ډول د افغانستان واک په لاس کې واخلي.
ښآغلي ګیټس داسي وویل: "زه فکر کوم چې د انتخاباتو د امنیت په خاطر چې د ناټو غړیو هیوادونو افغانستان ته اضافي عسکر وراستولي وه، هغه تر ډیره حده پوري هلته پاته سول او اوس دوی د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډه پر دې کار کوي چې د افغانستان د دویم ځلي انتخاباتو دپاره امنیت تامین کړي".
ښاغلیْ ګیټس وايي چې د دې کار کول به په افغانستان کې اساسي ستونزې لکه اداري فساد او ضعیفه حکومت ختمې نه کړي. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به ډیر نور کارونه په مخ کې ولري چې د افغانستان د حکومت سره په کابل کې مرسته وکړي چې یو داسي حکومتداري مینځ ته روالي چې په نتیجه کې یې دغه هیواد ته امنیت او ثبات راسي او خلګو ته به اساسي خدمات برابر سي. دا به یوه موقع وي چې د افغانستان خلګ و دې ته وهڅول سي چې د یاغیانو پرځای د حکومت نه ملاتړ وکړي.