د لاس رسي وړ اتصالات

کای آیډه وايي افغانستان نورو عسکرو ته ضرورت لري


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو نماینده وايي چې په دغه ملک کې د امنیت د ټینگولو او د ملي اردو او پولیسو د روزنې لپاره زیاتو بهرنیو عسکرو ته ضرورت دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو د ادارې یا یوناما رئیس کای آیډه نن په سلواکیا کې د ناټو د غړو ملکونو د دفاع د وزیرانو د غونډې په لړ کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی کای آیډه نن مخکې له دې چې د ناټو د دفاع له وزیرانو سره وگوري، په یوه خبري کنفرانس کې راڅرگند شو او بې پردې خبرې یې وکړې.

کای آیډه وویل په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قومندان جنرال مکریسټل له ارزیابئ سره موافق دی چې د افغانستان وضعه یې جدي او خطرناکه بللې او غوښتنه یې کړې چې ناټو باید په افغانستان کې خپله تگلاره بدله کړي.

"موږ دې ټکي ته رسیدلي یو چې ووایو د مکریسټل ارزیابي سمه ده. که موږ کار ته همداسې ادامه ورکړو، په پوځي برخه کې، په ملکي برخه کې او همدارنگه د افغانستان د حکومت سلوک، نوم دا پروژه به کار ورنکړي. آیا دا ددې معنی لري چې ددې وضعې بهتره کول امکان نلري؟ نه، زه باور لرم چې دا کار امکان لري، خو یو لړ اساسی بدلونونو ته ضرورت دی، هم د افغانستان په حکومت کې او هم د نړیوالې ټولنې په کړو وړو کې".

جنرال مکریسټل د افغانستان لپاره د لسهاو زرو اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده، خو دقیق شمیر تر اوسه نه دې ښودل شوی. کای آیډه هم له دې نظر سره موافق دی خو دا نه وايي چې افغانستان دا وخت څومره اضافي عسکرو ته ضرورت لري.

"زه په دې باور لرم چې بلې افغانستان اضافي بین المللي قواووته ضرورت لري. او زه په خاص ډول په دې تاکید کوم چې د افغانستان د وسله والو ملي قواوو د روزنې او همکارئ لپاره نورو بین المللي عسکرو ته ضرورت دی".

هغه وویل چې دا په دې معنی ده چې باید مستقیما له افغان قواوو سره کار وشي، او تر هغه وخته پورې په افغانستان د امنیت په ټینگولو کې مرسته وشي چې افغان ملي قواوې ددې جوگه شي چې دا کار په خپله وکړي. کای آیډه په ایتلاف کې پر شاملو ملکونو غږ وکړ چې باید خپل مسئولیت ادا کړي.

"زه په دې باور لرم چې دا کار د امریکا شخصي ماموریت نه دی. باید نور ملکونه هم د عسکرو په برابرولو کې مرسته وکړي، په خاص ډول اروپايي ملکونه".

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس هم نن په سلواکیا کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې برخه لري. گیټس له اروپايي ملکونو نه غواړي چې له افغانستان سره خپله مرسته زیاته کړي. که ځه هم د امریکا جمهور رئیس براک اوباما تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې افغانستان ته نور عسکر لیږي او که نه.

کای آیډه په افغانستان کې د عقرب په ١٦مه نیټه باندې د جمهوري ریاست دوهم ځلي انتخاباتو لپاره تیاری وستایه او وې ویل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نه یې تعهد اخیستی چې هغه مامورین به په دوهم ځلې انتخاباتو کې نه وي موجود چې په لومړي ځل انتخاباتو کې یې په جعکارئ او تقلب کې لاس درلود.

"زه فکر نه کوم چې موږ دې وکړای شو په دوو هفتو کې د جعکارئ مخه ونیسو. فکر کوم دا کار په دوو هفتو کې امکان نلري. خو په هغه څه چې زه باور لرم هغه دا دی چې موږ به کوښښ وکړو چې د جعلکارئ اندازه راټیټه کړو".

کای آیډه وویل شفاف انتخابات او مشروع حکومت کولای شي د عامو افغانانو او په کابل کې د حکومتي چارواکو تر منځ فاصله راکمه کړي. هغه دا هم وویل چې یو مؤثر افغان حکومت چې د مسئولیت احساس ولري کولای شي د افغانستان په اړه په نړیواله ټولنه کې موجود شک او تردید ختم کړي او د ملک لپاره زیاتې مرستې را جلب کړي. ښاغلي آیډه راتلونکي انتخابات او له هغه وروسته د یوه نوي حکومت تشکیلیدل د افغانستان لپاره حساسه موقع وبلله او ویې ویل چې دا کار په ملک کې د اقتصادي پرمختیا او د افراطیت د مخنیوي سره مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG