د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیان عالی جرگه نن په تایلیند کی پیل کیږی


نن د جمعې په ورځ د تایلیند په تفریحي ښارگوټي ( هوا هین ) کی د جنوب ختیځی آسیا د ملکونو د اتحادیې یا آسیان د کلنۍ غونډي د پرانیستلو په وخت څه دپاسه ٣٠ زره پولیس او عسکر ځای پر ځای شوي دي.

ددغي اتحادیې چی لس غړي لری مشرانو نن خپله دغه درې ورځنۍ عالي جرگه پیل کړه او په هغې کی یې په خپلو هیوادونو کی د بشری حقوقو یو بین الحکومتي کمیسیون رسما تاسیس کړ.

کارپوهان وایی چی دا کمیسیون به د بشري حقوقو په حفاظت کی په ځینو ملکونو کی لکه برما دومره زیات مؤثر نقش ونه لوبوي، ځکه چی هغه د بشری څقوقو د پرمختگ د پاره جوړ سوی دی، نه د هغو د ساتنی او حفاظت د پاره.

مگر د تایلیند صدراعظم وویل چی د بشري حقوقو دغه کمیسیون به د آزیان په اتحادیه کی چی د جوړیدو نه یې ۴٢ کاله تیریږی خاص نقش ولری.

ددغي اتحادیې د پنځو ملکونو ـ کمبودیا، لاوس، برما، سینگاپوراو فیلیپین مشرانو نن په هغي غونډي کی برخه وانه خیسته چی ټاکل سوې وه د خپلو ملکونو د ملکي ټولنیزو خدماتو د مؤسسو د مشرانو سره یې وکړی.

د اندونیزیا، مالیزیا او تایلیند د ملکی ټولنیزو چارو د مؤسسو مشران د احتجاج څرگندولو په خاطر دې غونډي ته حاضر نه سول.

XS
SM
MD
LG