د لاس رسي وړ اتصالات

"کیري د افغانستان سیاسي گډوډي موقتاً حل کړه"


واشنگټن پوسته ورځپاڼه دشنبی دورځی په گڼه کې لیکی چې تیره هفته سناتو کیری په افغانستان کې سیاسی گډوډی لږترلږه د مواقت وخت لپاره حل کړه.

ورځپاڼه لیکي، د سناتور کیری دغه نقش جمهوررئیس اوباما وستایه او له هغه نه ئې په عام محضر کې مننه وکړه او دده دغه کوښښونه ئې بی ساری او گټور وبلل چې جمهوررئیس کرزی ئې وهڅوه چې دویم ځلی انتخابات ومنی.

واشنگټن پوسټ لیکي، د اوباما حکومت سناتور کیری دغه اقدام ته تشویق کړ چې افغانستان ته سفروکړی. هغه دچهارشنبی په ورځ په کابل کې دښاغلې کرزی سره په څنگ کې ولاړ و چې ددویم ځلی انتخاباتو په باره کې اعلان وشو.

ورځپاڼه لیکی چې د دوه زره څلورم کال نه راپدی خوا دلومړی ځل لپاره د امریکا د ټولو ورځپاڼو په لومړیو مخونو کې سناتور کیری را ښکاره شو.

په ٢٠٠۴م کال کې هغه د جمهوري ریاست مقام ته کاندید وو خو د جورج بوش په مقابل کې یې ماتې وخوړه.

XS
SM
MD
LG