د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي د قواو لیږلو فیصله په بیړه نه کوي


دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی دی به په هغه فیصله کی بیړه ونکړی چی افغانستان ته د تازه قواو د لیږلو په باب پری غور کوی. رپوټ وایی له اتو اونیو نه تقریبا زیاته موده کیږی چی په افغانستان کی د امریکا جگپوړه قوماندان په خپله نوی کتنه کی وویل چی دی ۴٠ زرو نورو تازه عسکروته ضرورت لری.

د اوباما سیاسی سیالان وای چی دی په خپله نوی کتنه او ارزیابی باندی ډیر وخت تیروی.

ښاغلی اوباما دددوشنبی په ورځ دامریکا عسکروته په یوه وینا کی وویل چی دی به هغوی په خطر کی وانه چوی ؛ مگر دا چی مطلق ضرورت ورته پیښ شی. هغه وویل چی دی به د عسکرو د زیاتوالی په برخه کی په پوره غور باندی فیصله وکړی. رپوټ وایی دامریکا د عامو خلکو نظر یات په دی مسله باندی سره ویشل شویدی چی یا امریکا نور عسکر افغانستان ته ولیږی او که نه.

د سه شنبی په ورځ، دواشنگټن پوست ورځپاڼی رپوټ ور کړی و چی دامریکا یودیپلومات چی په افغانستان کی یی خدمت کاوه اولنی امریکا یی دی چی په اته کلن جنگ باندی یی داعتراض له امله استعفی وکړله.

ورځپاڼه لیکی چی ماتیو هو، دامریکا دخارجه وزارت یومعتبرمامور چی د زابل په ولایت کی یی کار کاوه، د سپتمبر په میاشت کی استعفی وکړله، ځکه هغه وویل دی په دی عقیده دی چی دا جگړه یوازی بغاوت ته لمن وهی.

ښاغلی هو، تردی مخکی دامریکا په سمندری قواو کی کار کړی واو په عراق کی د نظآمی قواو تورن و خو اوس یی دامریکا په خارجه وزارت کی دملکی مامور په توگه کار کاوه.

په واشنگټن کی، سناتور جان کیري دی له دی سر ه مخالف دی چی په لسهاو زره نور عسکر افغانستان ته ولیږی او هلته دامریکا له ٦٨ زرو عسکرو سره یوځای شی. سناتور جان کیري د ویتنام د جگړی تجربه لری او په دی نیژدی وخت کی دکابل له یوه سفر نه راستون شویدی.

هغه په کابل کی د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزی سره مفصلی خبری وکړلی. سناتور کیری وویل په کارده چی دامریکا په ستراتیژی کی مهمه برخه دافغانستان دملی اردو عسکرو او پولیسو ته د ښی روزنی ورکول وی. په دی توگه به هغوی وکولی شی چی له خپل هیواد نه دطالبانو او نورو افراطیانو په مقابل کی دفاع وکړی.

XS
SM
MD
LG