د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ٨ امریکایي عسکر ووژل شول


ناټو وایی په افغانستان کی دامریکا اته تنه نور عسکر د بم په یوه حمله کی ووژل شول. په دی کی یو تن ملکی افغان هم نن د سه شنبی په ورځ وورځ وژل شویدی.

ناټو وایی چی په دی بم چونه کی څو تنه نور عسکر زخمی شوی خو نور تفصیلات یی ونکړل.

دا پیښه یوه ورځ وروسته تر هغه و شوه چی دامریکا ١١ تنه عسکر اودری تنه ملکی مامورین د دوه هیلیکوپټرونوپه جلا ټکرونو کی ووژل شول.

په داسی حآل کی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی دی به په هغه فیصله کی بیړه ونکړی چی افغانستان ته د تازه قواو د لیږلو په باب پری غور کوی.

رپوټ وایی له اتو اونیو نه تقریبا زیاته موده کیږی چی په افغانستان کی د امریکا جگپوړه قوماندان په خپله نوی کتنه کی وویل چی دی ۴٠ زرو نورو تازه عسکروته ضرورت لری. د اوباما سیاسی سیالان وای چی دی په خپله نوی کتنه او ارزیابی باندی ډیر وخت تیروی.

ښاغلی اوباما د دوشنبی په ورځ د امریکا عسکروته په یوه وینا کی وویل چی دی به هغوی په خطر کی وانه چوی ؛ مگر دا چی مطلق ضرورت ورته پیښ شی. هغه وویل چی دی به د عسکرو د زیاتوالی په برخه کی په پوره غور باندی فیصله وکړی.

رپوټ وایی دامریکا د عامو خلکو نظر یات په دی مسله باندی سره ویشل شویدی چی یا امریکا نور عسکر افغانستان ته ولیږی او که نه.

XS
SM
MD
LG