د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ملگرو ملتونو شپږ خارجي مامورین ووژل شول


وسله والو سړو په کابل کی په یوه میلمستون باندی دحملیپه وختدملگرو ملتونو شپږ خارجی کارکوونکي او دری کسه افغانان وژلی دی. یو امریکایی هم په وژل شوو خارجیانو کی شامل دی.

د کابلمحلی ماموران واییدری تنه ټوپکوالا چېد بمونو نه ډک واسکټونه او د پولیسو دریشیگانی یی اغوستلی وی ننسهار چربانگ مهالپه میلمستون ورننوتل او مخکی ددی نه چی وویشتل شی او یا خپل بمونه وچوي، د پوره دوو ساعتونو پوری یید پولیسو سره جنگ وکړ.دوه امنیتی محافظین او اوه ملکی سړيهم د ډزو په دوران کیووژل شول.

دطالبانو یوه ویاند د نننئ حملی مسوولیت په غاړه اخیستلی دی او دا حمله یی بلهمیاشت د افغانستان د جمهوری ریاست د دوهم ځلی انتخاباتود اخلالولو لپاره په اصطلاح خپل لومړی گام وباله.

طالبانو نن د چهارشنبی په ورځ په کابل کی د ارگ په ماڼئ او یوه عصری هوټل باندې هم ډزې وکړې.

په افغانستان کید ملگرو ملتونو د دفتر رئیس دغه حملی وغندلی او اعلان یی وکړ چه دا کار به ملگری ملتونه ونه ډاروی او خپل کار ته به دپخوا په شان په افغانستان کی دوام ورکوی.

د امریکا د سفارت یوه مطبوعاتی اعلامیه چې نن په کابل کی خپره شوې ده وایی چې په ملکی خلکو باندی به د طالبانو حملی ددی باعث نه شي چې امریکا به انتخاباتو لپاره او د افغانستان د ولس سره خپلې مرستېکمېکړي.

XS
SM
MD
LG