د لاس رسي وړ اتصالات

د خوگانو زکام په افغانستان کې یو تن وواژه


د افغانستان دعامی روغتیا وزارت وایی چه دلومړي ځل لپاره یو ناروغه د خوگانو د زکام ویروس وژلی دی.

نن د روغتیا وزارت وویل چه مړ شوی سړی یو پنځه دیرش کلن انجینر ؤ چه تیره هفته دکابل په یوه روغتون کی مړ شو.

د هغه څو نورو خپلوانو هم د ایچ ون این ون ساری ویروس لره، خو ټول یی روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت وایی چه تراوسه پوری په بگرام کی دامریکا په نظامی اډه اود ملگرو ملتونو په دفتر کی په پنځوسو کسانو کی دایچ ون این ون ویروس تثبیت شوی دی.

دروغتیا نړیوال سازمان وایی چه تراوسه پوری دغه ساری ویروس پنځه زره ناروغان وژلی دی او غواړی چه د خوگانو دزکام دعلاج لپاره څو میلونه ډوزه واکسین د نړئ یو شمیر ډیرو بیوزلو ملکونو ته ولیږی.

XS
SM
MD
LG