د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟


همدا پوښتنه مو په واشنگټن کې د مشهور خبریال جیمی مک آنټایر نه وکړه. مک آنټایر پخوا د سی ان ان له تلویزیون سره کار کاوه.

هغه وویل: کله چی دامریکا یانو سره دافغانستان د جگړی په باب خبره وشی نو هغوی په صورت عموم په افغانستان کی دامریکا یی عسکرو دتلفاتو زیاتیدلو ته اندیښمن دی. له هغوی سره دا پوښتنه هم شته چی ایا د عسکرو زیاتوالی به په افغانستان کی اهداف سرته ورسوی که نه.

هغوی دی جگړی ته په دی نظر گوری چی دامریکا خوندیتوب او مصونیت ته گټه رسوی که نه. البته هغه په دی ډول چی که افغانستان دتروریستانو لپاره د روزنی او استوگنی خوندی ځای نشی نو امریکا به هم خوندی پاتی شی.

اوس په واشنگټن کی په دی باندی بحث روان دی چی ایا امریکا بی له دینه خوندی کیدلی شی چی په لسهاو زره نور عسکر افغانستان ته ونه ولیږل شی.

له جیمی مک انټایرنه د افغانستان او ویتنام د جگړی دورته والی او تفاوتونو په برخه کی پوښتنه وشوه هغه داسی وویل :

(....دافغانستان او ویتنام جگړی په یوشمیر اړخونو کی ډیری مختلفی دی خو یوڅه مشابهتونه هم پکی شته دی. او زه فکر کوم چی دا مسله د امریکا د جمهوررئیس اوباما سره هم په ډیر اهمیت باندی مطرح ده. ویتنام ددی ښه مثال دی چی دامریکا دهغه وخت جمهوررئیس د خپلو قوماندانانو سلامشوری منلی خو په پای کی ترینه په ریښتونی ډول یو مصیبت جوړ شو.

په امریکا کی جمهوررئیس د پوځ اعلی قوماندان هم وی او یو درس د جمهوررئیس لپاره دادی چی دی په پټو سترگو دخپلو جنرالانو سلا مشوری نشی منلی.

کیدلی شی چی هغوی په حقه وی یا نه وی. په امریکا کی نظآمی برخه د ملکیانو له خوانه اداره کیږی. اوملکیان دغه راز مهمی فیصلی کوی.

د امریکا جمهوررئیس اوباما په دی پوهیږی چی کومه فیصله چی دی اوس کوی هغه دومره مهمه ده څومره چی د ١٩٦٠ په لسیزه کی د جمهوررئیس جانسن هغه فیصله مهمه وه چی هغه د ویتنام په برخه کی وکړله.

جیمی مک انټایر په دی باب چی دامریکا د جمهوررئیس لپاره دافغانستان جگړه څومره اهمیت لری داسی وویل :

(.... دابه د جمهوررئیس اوباما لپاره یو ډیره مهمه مسله وی. هغه دخپل جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزی په دوران کی ددی نظری پر بنسټ مبارزه کوله چی افغانستان جگړه یوه سمه او ضروری جگړه ده اودامهمه ده چی هلته کامیاب شو.)

که چیری دی دا پریکړه وکړی چی دا دومره غټه کامیابی نده څومره چی دوی ورته هیله لرله او یا دوی په افغانستان کی یوداسی حکومت جوړ نکړلی شی چی د خپلی بقا لپاره خپله په ځان متکی وی او د خپلو مشکلاتو چاره وکړلی شی.

که دی چیری پریکړه وکړی چی یو بل څه وکړی نوکیدلی شی چی دیته د ناکامی په سترگه وکتل شی.

XS
SM
MD
LG