د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو خاصه غونډه 


ملګري ملتونه نن د افغانستان د وضعې په هکله ځانګړې غونډه جوړوي . له دې یوه ورځ مخکي د افغانستان په پایتخت کې د ملګرو ملتونو پر یوه میلمستون مرګانۍ حمله وشوه.

د ملګرو ملتونو په یوې بیانیه کې راغلي چې د دغه سازمان عمومي منشي بانکي مون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکوي.

د ملګرو ملتونو پر میلمستون باندې په حمله کې چې د چارشنبې په ورځ په کابل کې وشوه، د ملګرو ملتونو پنځه کاروکونکي ووژل شول.

طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې هدف یې د دویم ځلي انتخاباتو ګډوډول دي چې د نومبر په اوومه نیټه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG