د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن: پاکستان د القاعدې په ځایونو خبر دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وايي چې دا سخته ده چې په دې باندې باور وکړو چې د پاکستان چارواکو ته دې د القاعدې د مشرانو د اوسیدو ځای نه وي معلوم.

هغې نن په لاهور کې پاکستاني ژورنالستانو ته وویل چې دا هم سخته ده چې په دې باندې دی باور وکړي چې پاکستان نشو کولای چې ترورستان ونیسي.

امریکا وايي چې د القاعدې لوی مشارنو د افغانستان سره د سرحد په اوږدو کې ژوند کوي.

میرمن کلینټن نن د پاکستان د پوځ له قومندان سره هم گوري.

دا دوهمه ورځ ده چې هیلري کلینټن په پاکستان کې ده او یوه ورځ بله به هم هلته تم شي.

تمه کیږي چې دواړه چارواکي به په جنوبي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په اړه بحث وکړي.

بل خوا، د بشر د حقوقو ادارې د پاکستان څخه غوښتي دي چې ددغه ملک په قبایلي سیمه کې دي د هغو خلګو دپاره په کافي اندازه د خوراک او څښاک او روغتیايي مواد برابر کړي چې د جګړې په سیمه کې بند پاته دي.

د بشر د حقوقو په دغه ریپوټ کې راغلي چې زیات شمیر ملکیان په دې ونه توانیدل چې د جنوبي وزیرستان څخه ووځي. په دغه سیمه کې د پاکستان هوايي او ځمکنۍ قواووې د طالبانو پرضد عملیات کوي.

په نیویارک کې د بشر د حققوقو یوه ډله وايي چې په دغه سیمه کې ملکیان داسي بندی پاته دي چې د پاکستان د نورو برخو سره هیڅ رابطه نه لري.

په دغه سیمه کې د اکتوبر د ۱۷ مې نېټې را په دیخوا کله چې د جنوبي وزیرستان ستر عملیات پیل شول، پر تلو راتلو او د ټیلفون پر اړېکو باندې بندیز لګول شوی دی.

دغه راز پر خبریالانو او د بشر د حقوقو پر ډلو باندې هم سیمه ته د ورتګ بندیز لګېدلی دی او د امنیتي عوامل پر اساس د مرستې ډلې هم سیمه ته نشي ورتلای چې د خلګو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG