د لاس رسي وړ اتصالات

ملگری ملتونه غواړي افغانستان کې خپل امنیت پیاوړی کړی


د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون غواړی چه دعمومی اسملبئ نه په افغانستان او ېو شمېر نورو ملکونو کی دملگرو ملتونو د دفترونو دامنېت دپېاوړی کولو لپاره اضافی بودجه وغواړی.

تیره هفته په کابل کی دملگرو ملتونو په یوه مېلمستون باندی ېوه مرگانئ حمله وشوه.

د عمومی منشی ددفتر ېوې نطاقې پرون خبرېالانو ته ووېل چه نوموړی به د څلویښتو میلونو ډالرو اضافی پیسو د منظورولو غوښتنه وکړی چه په دی ډول به دملگرو ملتونو ددفترونو او پرسونل د امنیت دساتلو ټوله بودجه په کال کی دری سوه میلونه دالره شی.

بان کیمون وايې چی سږکال په نړئ کی دملگرو ملتونو دسوله ساتونکو قواو اوه ویشت عسکر وژل شوی دی، چه ددی جملې نه سم نیمایي په افغانستان او پاکستان کی مړه دی.

د چهارشنبی په ورځ په کابل کی په مېلمستون باندی طالبانو یو ډیر زړور برید وکړ چی په میلمستون کی د ملگرو ملتونو د څلوردېرشتو مامورانو د جملې نه یې پنځه ځای په ځای ووژل. د هغوی دوه تنه افغان ساتونکي هم ووژل شول.

ملگری ملتونه وايې چه د حملی نه پوره ېوه ساعت نه وروسته دافغانستان پولېس راښکاره شول او غواړی چه دا پوښتنه وکړی چه دومره زېات ځنډ ېې ولی وکړ. ټاکل شوی ده چه ملگری ملتونه به خپل ېو لوړ ربته مامور ډېر زر کابل ته ولېږی امنېتی وضع وگوری.

بان کیمون پرون د عمومی اسمبلئ دغونډې نه وروسته وویل چی د امنېت شورا باید د ملگرو ملتونو د منصوبینو د امنیت د ساتلو لپاره خپل سیاسي، اقتصادی او مالي مرستی زیاتی کړي.

ښاغلي بان کیمون وویل غواړي په دې باب هم سوچ وکړي چی په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د امنیتی افرادو شمیر زیات کړي تر څو یې د میلمستونونو امنیت په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ښارونو کی وساتي.

XS
SM
MD
LG