د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله 'ممکن له انتخاباتو سره مقاطعه وکړي'


د افغانستان د جمهوري ریاست دپاره کاندید عبدالله عبدالله ته نږدې منابع وايي چې هغه ښايي د جمهور رئیس کرزي سره د راتلونکې اونۍ دویم ځلي انتخابات د رایوو د اعتبار په هکله د راپورته شویو اندېښنو له کبله مقاطعه وکړي.

د افغانستان څخه را رسېدلي رپوټونه وايي چې ښاغلی عبدالله عبدالله به دویم ځلي انتخابات مقاطعه کړي که چیري د شنبې تر ورځې پوري یې غوښتنې پرځای نشوې.

ټاکل شوې ده چې هغه به د یکشنبې په ورځ خپله پریکړه اعلان کړي.

ښاغلي عبدالله د دویم ځلي درغلیو د مخنیوي په خاطر چې له کبله یې د اګست د شلمې نېټې انتخابات اغېزمن شول، څو شرطونه اېښي دي.

هغه جمهور ریْس کرزي ته د شنبې تر ورځې پوري وخت وړکړی چې د انتخاباتو دخپلواک کمیسون ریْس ښاغلی عزیرالله لودین دي د دنده نه ګوښه کړي. دغه غوښتنه جمهور ریْس کرزي رد کړېده.

په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یو نطاق نور محمد نور د امریکا غږ ته په یوې مرکه کې وویل چې په قانوني توګه دا اوس ډیر ناوخته دی چې عبدالله عبدالله د دویم ځلي انتخاباتو نه پښه وباسي.

د دویم ځلي انتخابات په داسي حال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د شکایاتو د اوریدو د کمیسون دخوا اعلان شوه چې د اګست د میاشتې په انتخاباتو کې د درغلۍ په تور د کاندیدانو ځنې رایې باطل اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG