د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایی :دوه میاشتو کی به د طالبانو مرکزونه ختم کړو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایی چی د ملک پوځ به ښایی چی د ډسمبر د میاشتی تر وروستیو پوری د سرحد په شاوخوا کی د یاغی طالبانو د پټیدو غرنی ځایونه به ختم کړی.

شامحمود قریشی نن په مالیزیا کی وویل چی په جنوبی وزیرستان کی د پاکستان د پوځ عملیات ډیر بریالی دی او طالب جگړه ماران یی پسی اخیستی دی.

د پاکستان پوځ وایی چی په دی څلورویشتو ساعتونوکی یی په عملیاتو کی نهه تنه ترورستان یی وژلی او دوه تنه نور یی پسی اخیستی دی.

پوځ همداشان وایی چی په دی جنگ کی دوه عسکر وژل شوی دی او د کانیگورام په نامه د طالبانو د عملیاتو او د ازبکو یاغیانو د یوه مرکز نیمایی برخه یی تصفیه کړی ده.

د پوځ دغه ادعا په مستقله توگه نشی تایید کیدای ،ځکه د جگړی سیمی ته خبریالان د داخلیدو اجازه نلری.

بل پلو په قباییلی سیمه کی پاکستانی چارواکی وایی چی یاغیانو د خیبر په دره کی نن د نجونو یو ښوونځی ړنگ کړی دی او یو شمیر خلک پکی زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG