د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د اداري فساد د ختمولو لوړه وکړه


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی چی یو ځل بیا انتخاب شو، لوړه کوی چی دده حکومت به دهیواد له ټولو خلکو سره د اداری فساد د ختمولو لپاره په گډه کار وکړی.

ښاغلی کرزی په کابل کی په یوه وینا کی، د سه شنبی په ورځ وویل چی ددی اغیزی به دافغانستان په ټوله جامعه باندی وی. هغه وعده وکړله چی دافغانستان له حکومت نه هغه څه لیری کړی چی دی ورته دفساد داغ وایی.

خو طآلبان وایی چی د ښاغلی کرزی بیا انتخابیدل بی گټی کار دی. هغوی لوړه کړیده چی خپلی مبارزی ته دوام ورکړی چی خارجیان له خپل هیواد نه وباسی.

دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی وویل چی د جمهوری ریاست دانتخاباتو اصلی گټونکی یوازی یوسړی نه و بلکه دافغانستان ټول خلک چی دانتخاباتو په بهیر کی یی برخه اخیستی وه.

دافغانستان دانتخاباتو مستقل کومیسیون، ددوشنبی په ورځ، اعلان وکړ چی ښاغلی کرزی انتخابات وگټل. تردی یوه ورځ مخکی دښاغلی کرزی انتخاباتی سیال ډاکټر عبدالله، دجمهوری ریاست ددویم ځلی انتخاباتو نه چی دنومبر ٧ – مه نیټه ورته ټاکل شوی وه، ووت. هغه اندیښنه لرله چی دانتخاباتو په لومړی پړاو کی چی دا گست په ٢٠ – مه باند ی وشوله په پراخه کچه ټگی برگی شوی وه.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما ښاغلی کرزی ته په انتخاباتو کی د بریالیتوب مبارکی ورکړیده. خو ښاغلی اوباما په دی ټینگار وکړ چی داوخت په حکومت کی دداسی پراختیا او انکشاف دراوستلو او ډیرو زیاتو جدی هلو ځلو دی چی داداری فساد جرړی وایستل شی؛ دامنیتی قواو روزنه گړندی کړی شی چی دافغانستان خلک د خپل ځان لپاره په خپله امنیت برابر کاندی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وویل چی دی به له ښاغلی کرزی له حکومت سره ډیره نیژدی مشوره کوی چی داخبره یقینی کړی چی دافغانستان خلک په واقعیت کی پرمختگ ووینی .

د سپینی مآڼی نطاق رابرت گبز وویل چی د ښاغلی کرزی بیا انتخابیدل به له سپینی ماڼي سره مرسته وکړی چی د خپل جنگ ستراتیژی جوړه کاندی.

رپوټ وایی چی دافغانستان د انتخاباتو کومیسیون دویم ځلی انتخابات لغو کړل او وی ویل چی جمهوررئیس کرزی به په خپل مقام پاتی شی ځکه چی هغه دانتخاباتو اول پړاو گټلی و او په دویم ځلی انتخاباتوکی دی یوازینی کاندید و.

XS
SM
MD
LG