د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ کې د اورگاډي ټکر ١٠ پاکستانیان ووژل


د مساپرانو یواورگاډی په جنوبی پاکستان کی د باروړلو له یواورگاډی سره جنگیدلی دی. دولس کسان پکی وژل شویدی او ٣٠ تنه نور پکی زخمی دی.

دا ټکر د سه شنبی په ورځ د جمعه گوټ د اورگاډی په تم ځای کی پیښ شو.

د اورگاډی چارواکی وایی چی د علامه اقبال په نامه د مساپرانو د اورگاډی لارښود په دی خاطر ددی ټکر سبب شو چی د ترافیکو اشاری یی په نظر کی ونه نیولی او بلی پټلی ته ورتیرشو.

دژغورنی کارگران له اورگاډی نه دخلکو په را ایستلو کی مرسته کوی. په زخمیانو کی ښځی اوماشومانه هم شامل دی.

بل خوا، د پاکستان پوځ وایي په جنوبي وزیرستان کی یی ٢١ تنه یاغیان وژلي دي.

جنوبی وزیرستان له افغانستان سره په پوله پروت دی او هلته د طالبانو په وړاندی پراخه عملیات روان دی.

پوځ وایي چی پدغه جګړه کی د دوي یو عسکر هم وژل شویدی.

د پاکستان پوځ هوډ کړیدی چی د جنوبي وزیرستان نه به د طالبانو جرړی ختموي. جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود د جنګیالیو مرکز دی.

پرون د دوشنبی په ورځ یوی ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان د پاکستان د پوځ عمومي قوماندانۍ ته نږی والوزاوه او لږ تر لږه 35 تنه یی ووژل.

یوه بل ځانمرګي بیا خپل ځان د لاهور په ښار کی والوزاوه چی ګڼ شمیر کسان یی ټپیان کړل. پدی پیښه کی اکثره ټپي شوي کسان پاکستاني پولیس و.

XS
SM
MD
LG