د لاس رسي وړ اتصالات

'افغان پولیس ولې برتانوي عسکر ووژل؟'


د برتانیی د ټایمز ورځپاڼه لیکی چی ددغه هیواد پنځه تنه عسکر د یوه خپلسری افغان پولیس له خوانه ووژل شول. هغه دهلمند په ولایت کی، په درنه ماشینداره باندی، په یوه پوسته کی د برتانیی په هغو عسکرو ډزی وکړلی چی پولیس یی روزل.

دغه پنځه تنه برتانوی عسکر د هلمند په شین کلی کی چی دناد علی په اولسوالی کی پروت دی ووژل شول.

په دغه پیښه کی شپږ برتانوی عسکر زخمی شول. دوه افغان پولیسان هم زخمی شول. په افغان پولیسانو کی یو تن د پوستی قوماندان و. د غه برید کوونکی پولیس د برتانوی عسکرو له وژلو نه وروسته، وتښتیده.

د برتانیی دروزنی دغی ډلی له تیرودوه اونیو راهیسی له ١٥ افغان پولیسانو سره په گډه کارکاوه. تردی مخکی کومه پیښه منځته نه وه راغلی. دنادعلی داولسوالی، د شوری مشر عبدالاحد هیلمندوال د ټایمز اخبارته وویل چی افغان پولیسانو او دهغوی برتانوی ښوونکیو یوځا سره چای څښلو چی ډزی پیښی شوی.

هلمندوال وویل چی دغه خپلسری پولیس اول په خپل قوماندان او دهغه پر مرستیال باندی ډزی وکړ اوبیا یی په برتانوی عسکرو باندی ډزی وکړی. تردی وروسته په ټپ ټپی یا موټرسایکل باندی سپور سو او په خپله مخه ولاړ.

یوه نظآمی چارواکی د ټایمز ورځپاڼی ته وویل چی د برتانیی عسکر له گزمی نه راستانه شوی وو او داستراحت په وخت کی وو، کنه نو له ټولو سره به ډکی ماشینداری او ټوپک وایی خو دا څرگنده ده چی هغوی په خپل نظآمی مرکز کی دننه دداسی حملی توقع نه کوله او ښایی چی خپلی زغری به یی هم په تن نه وی.

ټایمز لیکی چی یوه قومی مشر په ناد علی کی وویل چی دغه پولیس چی په ځایی خلکوکی د گلبدین په نامه شهرت لری، اصلا دموسی کلا اوپه قوم علیزی دی. هغه، له تیرو دوه کلونو راهیسی له پولیسو سره کار کاوه او یوکال مخکی د پولیسو له اکاډیمی نه فارغ شو.

د برتانیی د ټایمز ورځپاڼه دځایی خلکو له قوله لیکی چی گلبدین په نادعلی کی، داسحق زی په نامه له یوه قوماندان سره په پوسته کی کار کاوه. اته ورځی مخکی هغه خپل کاردیوه جنجال له امله ترک کړ او دمنان په نامه یوه بل قوماندان ته دکار لپاره ورغی. هغه په شین کلی کی په یوه کلینیک کی کارکاوه.

دبرتانیی عسکرو منان پیژانده او اعتبار یی پری درلود. خو پرون د سه شنبی په ورځ کله چی هغوی له عملیاتو نه وروسته بیرته راستانه شول گلبدین په درنه پی کی ماشینداره باندی برتانوی عسکر وویشتل.

د ټایمز ورځپاڼه لیکی چی منان دډزو له اوریدلونه وروسته بام ته وخوت چی له پیښی نه ځان خبری کړی خو گلبدین هغه په پښه باندی وویشت، ورپسی، دمنان مرستیال خیرالله پرگلبدین باندی ډزوکړ اوهغه یی په پښه بندی زخمی کړ. هغه د پوستی نه بهرتقریبا سل میترو پوری گوډ گوډ ددیوال ترڅنگ روان و. له پوستی نه بهر د طالبانو کنترول دی.

ټایمز د تحقیق کوونکیو دنیژدی منابعو له قوله لیکی چی ښایی گلبدین به د حملی په وخت کی په هیروئینو باندی نیشه و او داهم ویل شویدی چی ښایی هغه به له طالبانو سره اړیکی درلودلی.

ټایمز لیکی چی په افغانستان کی یوه نظامی چارواکی ورته وویل چی موږ په هغه پسی یو. دایو ناڅاپی تړک و چی راولویده. هغه دوه افغان پولیسان چی زخمی شویدی موږ له هغوی سره ډیره ښه گوزاره درلوده. دایو عمومی بغاوت نه بلکه یوازی دیوه خپل سری او بی باکه سړی کار و.

د برتانیی د ټایمز ورځپاڼه لیکی چی تحلیل کوونکی خبرداری ورکوی، که چیری دامعلومه سی چی داسړی د طالبانو و، او د خلکو د سابقی دمعلومولو په بهیر کی ونه پیژندل شو؛ نو د برتانیی اوافغان قواو د شراکت ستراتیژی ته به سخت تاوان ورسیږی، ځکه د سمو اوناسمو خلکو پیژندل، دافغانستان او برتانیی د قواو د شراکت مهم عنصر دی.

دا مرگونه په داسی وخت کی پیښیږی چی تردی یوه میاشت مخکی دمیدان او وردگو په ولایت کی یوه افغان پولیس دوه امریکا یی عسکر ووژل.

د برتانیی د ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان د شخړی د پیل یعنی ٢٠٠١ میلادی کال راهیسی تراوسه پوری په افغانستان کی ٢٢٩ برتانویان وژل شویدی. په دی جمله کی ١٩٨ برتانوی عسکر په نظآمی عملیاتوکی وژل شویدی.

د برتانیی صدرا عظم گورډن براون وویل چی ددغو پنځو عسکرو مړینه په یوه ورځ اویوه پیښه کی ډیره غټه انسانی ضایعه ده.

د نیویارک ټایمز ورځپا‍ڼه د چارشنبی په ورځ دیوه ځایی چارواکی حاجی بارکزی له قوله لیکی چی له دی پیښی نه وروسته، دبرتانیی عسکرو د انتقام په ډول یو پولیس وواژه او دوه نور یی زخمی کړل؛ خو دامعلومه نه وه چی برید کوونکی ولگیده اوکه نه. حآجی بارکزی د محلی پولیسود یوقوماندان له قوله وایی چی برید کوونکی په دی شهرت درلود چی له طالبانو سره خواخوږی لری.

نیویارک ټایمز لیکی چی په همدغه وخت کی جگړه مارانو د پوستی په بله خوا باندی حمله وکړله او په دی پسی د جگړی په وخت کی اور لگیده. کله چی ځایی خلکو د اور دوژلو هڅه وکړله جنگی الوتکیو پر جگړه مارانو حمله وکړله او پنځه تنه ملکیان یی ووژل. دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی ناټو ددی پیښی په باب معلومات ندی ورکړی. په لندن کی د برتانیی ددفاع وزارت یونطآق وایی چی ددغه پولیس دنیولو لپاره به په هیڅ ډول هلو ځلو باندی سرپه ونسی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ د افغان پولیس او برتانوی عسکرو د وژلو په اړه په خپله تبصره کی لیکی چی دافغانستان په امنیتی قواو کی دطالبانو د پلویانو ورداخیلیدلو مسلی یوه بیړنی اندیښنه را پیدا کړیده. په خاص ډول په داسی حال کی چی دامریکا او افغانستان حکومتونه په چټکی سره غواړی دافغانستان دملی اردو او پولیسو شمیر زیات کاندی.

واشنگټن پوست لیکی د افغانستان ددفاع وزیر عبدالرحیم وردگ په یوه مرکه کی په دی اونی کی وویل چی موږپه جدی ډول دی مسلی ته متوجه یو او داسی رپوټونه هم لرو چی یاغیان کوشش کوی چی په ملی اردو او ملی پولیسو کی ور داخل شی.

XS
SM
MD
LG