د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې خلکو د بمبارئ په خلاف مظاهره وکړه


د افغانستان د هلمند د ولایت د لښکر ګاه په ولسوالۍ کې خلکو وروسته د هغه نه په مظاهرو لاس پوري کړ چې د نړیوالو قواوو په هوايي عملیاتو کې د دوی په وینا لږ تر لږه ۹ ولسي خلک ووژل شول خو چارواکي بیا وايي چې په یادسوي حمله کې وژل شوي کسان طالبان وو.

په دغو مظاهرو کې نن د هلمند ولایت په مرکز لشکر ګاه کې خلکو وژل شوي کسان په لارو کوڅو کې ګرځول او د افغانستان د حکومت او نړیوالو قواوو پرضد یې د قهر شعارونه ورکول.

مظاهره چیانو ادعا کړې چې د پېښې قربانیانو په خپلو ځمکو کې کار کاوه کله چې پرون د چارشنبې په ورځ ناوخته دغه هوايي حمله وشوه.

په عین حال کې د هلمند د ولایت ویاند یادشوې هوايي حمله تایید کړې خو ویلي یې دي چې په پېښه کې ۸ یاغي طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو قواوو دخوا په هوايي بمباریو کې د ملکیانو مرګ ژوبله د خلکو مخ پر زیاتیدونکې مخالفت ته لمن وهي.

په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال مکریستل وايي چې دغه راز اقدامات په افغانستان کې د لودیځ ماموریت کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG