پاکستاني مامورین وايي چې دوی درې تنه ایرانیان چې د ایران د جنوب ختیځ ښار په ځانمرګه برېد کې یې لاس درلود، نیولي دي. په دغه ځانمرګه چاودنه کې ۴۲ تنه ووژل شول.
امنیتي مامورین وايي چې دغه مشکوک کسان یې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چې د ایران سره په سرحد کې پروت دی، نیولي دي.
د جندالله په نامه د سنیانو یوې یاغي ډلې چې په پاکستان کې فعالیت کوي، د ایران د سیستان بلوچستان د ځانمرګۍ حملې مسولیت یې په غاړه واخیست.
ایراني مقاماتو پر پاکستان تور لګولی دی چې د دغې یاغي ډلې نه ملاتړ کوي چې دې کار د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ یو لړ اندېښنې پیدا کړې. خو پاکستان په ایران کې د تیرې میاشتې حمله غندي او په کې هر ډول دخالت ردوي. دغه راز پاکستاني مقاماتو هوډ کړی چې د ایران سره به د دغې حملې د مسولینو په نیولو کې مرسته وکړي.
په دغه زوروره چاودنه کې د ایران د سپاه انقلاب څو غړي چې په کې څو قوماندانان هم شامل وه، ووژل شول.