د لاس رسي وړ اتصالات

"د کرزي او عطامحمد نور تر منځ د وینو توییدو ویره"


د امریکا د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي د دې ویره شته چې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي او د بلخ د والي عطا محمد نور تر منځ به د هیواد په یوه آرامه او نیکمرغه ولایت کې وینې توی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې عطا محمد نور هم د افغانستان د نورو ٣۴ والیانو په شان چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د یو شمیر کاندیدانو څخه یې ملاتړ کاوه، نو هغه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله په ښکاره ملاتړ کاوه.

د چارشنبې په ورځ افغان ملي پولیسو په مزار شریف کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې وې او ټول موټر تالاشي کول.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د بلخ د والي شخصي ساتونکي یا باډي ګارډان هره ورځ سهار د ښار په کوڅو کې د راکټونو سره ولاړ وي. ښاغلی نور وایي چې هغوي به د خپلو غوښتونو په اړه د زور زیاتي نه کار وانخلي خو وایي چې عام خلک دا حق لري چې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي که څوک د هغوي په حقونو باندې سترګې پټوي.

ورځپاڼې زیاته کړیده دا چې د بلخ ولایت د ګاونډي هیوادونو ازبکستان او تاجکستان سره په غزیدلې لاره پروت دی چې د همدغې لارې په افغانستان کې میشتو د ناټو قواوو ډیری اکمالات کیږي نو دا کولی شي چې د جمهور رییس حامد کرزي لپاره تر انتخاباتو وروسته اندیښنې را پیدا کاندي.

خو عطا محمد نور لدې نه هم ویره لري چې جمهور رییس حامد کرزی به د بلخ ولایت د امنیې قوماندان چې د کرزي لخوا ټاکل شویدی مګر د ښاغلي عطا نږدې ملاتړی دی له دندې ګوښه کاندي. او حتې دا هم امکان لري چې هغه به پخپله ښاغلی نور هم له خپلې دندې لرې کړي.

ورځپانې په مزار شریف کې د افغان ملي اردو د یوې سیمه ایزې قول اردو قوماندان تورن جنرال مراد علي له خولې لیکلي دي چې استخباراتي معلومات دا ښیې چې د عطا محمد نور یو شمیر پلویان خپل ځانونه په وسلو سمبالوي.

خو جنرال مراد وایي چې د افغانستان حکومت باید د یوه والي سره د مجادلې نه بیره ونلري. که چیرته جمهور رییس حامد کرزی دا توان ونلري چې یو والی له دندې ګوښه کړي نو دا به څرنګه حکومت وي. عام خلک به څرنګه په دا شان حکومت باندې اعتبار وکړي.

د ٢٠٠۴ کال راپدیخوا عطا محمد نور د بلخ او ګاونډیو ولایتونو د والي په توګه کار کړیدی. عطا محمد په افغانستان کې د ستر جنرال په توګه پیژندل کیږي. هغه د آمر احمدشاه مسعود د پخوانيو ملګرو نه دی چې په ٢٠٠١ میلادي کال کې د القاعده شبکې لخوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG