د لاس رسي وړ اتصالات

آژانس: افغانستان وايي کاآیده له خپل حد نه اوړي


اسوشیټیډ پریس خبري آژانس لیکلي دي چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې د نیوکو په هکله خپل عکس العمل ښودلی دی، پرون د شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ رتبه چارواکي د افغانستان حکومت ته پدې اړه لارښوونه کړیده چې څنګه کولی شي د فساد او جنګسالارانو څخه افغان حکومت خلاص کړي. وزارت وایي چې دا کار د ملګرو ملتونو د استازی د صلاحیت نه بهر دی.

د ښاغلي کای آیده په شمول د امریکا جمهور رییس باراک اوباما او د برتانیې صدراعظم ګورډن براون د افغانستان د حکومت نه غوښتلي دي چې د جنجالي انتخاباتو نه وروسته دې د حکومت په پاکولو کې د پام وړ ګامونه پورته کاندي.

خو آژانس وایي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي آیده د څرګندونو په عکس العمل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې دي چې هغه د نړیوالو نورمونو څخه سرغړاونه کړیده. او زیاته کړې یې ده چې د یوې بې طرفه ادارې په حیث هغه دا واک نلري.

کاي آیده ویلي و چې که چیرته د افغانستان حکومت د فساد د له منځه وړلو په خاطر جدي هلې ځلې ونکړي او جنګسالارانو ته پخپله اداره کې ځای ورکړي، نو داسې فکر دې نکوي چې د نړیوالې ټولنې مرستې او عسکر به د دغه حکومت سره وي.

کاي آیده ویلي و چې د جمهور رییس حامد کرزي سلاکاران او د کابینې وزیران باید داسې کسان وي چې د کار کولو توان او وړتیا ولري، هغوي باید د اصلاحاتو طرفداره شخصیتونه وي تر څو د اصلاحاتو اجندا په سمه توګه تطبیق کاندي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ښاغلي ایډراین ایډوارډز د شنبې په ورځ وویل چې ښاغلي آیده د دې نه وړاندې هم د افغانستان حکومت ته دا شان وړاندیزونه کړي و او د هغوي نه یې غوښتي و چې د فساد د له منځه وړلو په خاطر دې هلې ځلې وکړي او د سیمه ایزو مشرنو قدرت دې مهار کاندي ځکه چې کله کله داسې کیږي چې هغوي د افغانستان د حکومت په پرتله په سیمه کې د زیات قدرت لرونکي وي. ایډوارډز زیاته کړیده چې دا د ملګور ملتونو د منشور له مخې زمونږ حق دی چې د افغانستان حکومت ته سلا مشورې ورکاندي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه وړاندیدوزنه غندلي دي او هغه یې د هیواد په ملي حاکمیت کې ښکاره لاس وهنه بللې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیرو څو ورځو کې یو شمیر سیاسي او دیپلوماتیکو کړیو او بهرنیو ادارو او هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه پیل کړیده.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د انتخاباتو د ګټلو وروسته پخپله وینا ژمنه وکړه چې د افغانستان د حکومت نه به فساد ختموي خو دا چې دا کار به څنګه کوي پدې اړه یې څه ونه ویل.

کای آیده ویلي و چې د افغانستان په حکومت کې باید هغه څوک نه وي چې د غیر قانوني وسله والو ډلو سره یې اړیکې لرلې او یا د مخدره موادو په کړنو کې ککړ وي. خو د ښاغلي کرزي مرستیال مارشال قسیم فهیم تل دا رد کړیده چې د مخدره موادو په قاچاقو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG