د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور په  ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی


پاکستانی چارواکی وایی چی یوه ځان مرگی نن د گڼی گوڼي نه په یوه ډک مارکیټ کی ځان په بم والوزاوه. په دی چاودنه کی د طالبانو ضد یو ښاروال او لږتر لږه یوولس تنه نور وژل شوی دی او گڼ شمیر نور زخمی شوی دی.

لومړی داسی رپوټونه ورکړل شوی وو چی ښاروال عبدالمالکد دی حملی نه چی د پیښور د باندی د متانی په ښارگوټی کی وشوهبچ شوی و.

چارواکی وایی چی مالک د طالبانو پخوانی ملاتړی و او اوس د حکومت سره یو ځای شوی او د طالبانو پر خلاف یی ملیشی جوړی کړی دی.

له هغه وروسته چی مالک حکومت ته اوښتی څو ځله حملی پری شوی دی.

په دغه مارکیټ کی چی حمله وشوه ډیره گڼه گوڼه پکی وه او د لوی اختر د قربانی لپاره وزی پکی خرڅیدلی.

د پاکستان پوځ مخکی ویلی چی په جنوبی وزیرستان کی په روانو عملیاتو کی دولس یاغیان وژل شوی دی

XS
SM
MD
LG