د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی پوځونو یی د ناتو قواوو په ملگرتیا د ملک په جنوب کی ١٧ تنه یاغیان وژلی دی.
دغه وزارت وایی چی جنگ وروسته له هغه ونښت چی یاغیانو د زابل په ولایت کی په یوی پوځی قرارگاه باندی د هاوان ډزی وکړی.
چارواکی وایی چی یو زخمی شوی یاغی ونیول شو.
په افغانستان کی د ناتو په مشری قواوو پرون ویلی وو ٢٥ نړیوال او د ملی امنیت عسکر د بادغیس په ولایت کی دعملیاتو په وخت کی اشتبآ وژل شوی او یا زخمی شوی وو.
د ناتو په یوه خبرلیک کی راغلی چی د جمعی د ورځی پیښه په داسی حال کی وشوه چی د ناتو او افغان قواوی په گډه په هغو دوو عسکرو پسی گرځیدلی چی د چارشنبی په ورځ یی غوښتل د مرغاب د رود نه د الوتکی نه راغورزول شوی مواد راټول کړی.
ویل کیږی چی دغه امریکایی عسکر ښایی په اوبو کی ډوب شوی وی.
په دی خبر لیک کی راغلی چی د پلټنی په وخت کی دغه گډی قواوی د دښمن تر حملی لاندی راغللې او دوی بیا د هوایی قواوو ملاتړ وغوښت.
په دی جنگ کی څلور افغان عسکر ، دری پولیس او د دفاع وزارت یو ملکی کارکونکی ووژل شول او ١٥ افغان عسکر،دوه پولیس او یو ملکی کس زخمی شول.