د لاس رسي وړ اتصالات

جرمنی دبرلېن ددېوال دنړېدلو شلمه کلېزه لمانځی


جرمنی په خپل هېواد کې د برلېن ددېوال د نړېدلو شلمه کلېزه لمانځی. دا داسی پېښه وه چې د جرمنی د ېوځاې کېدلو سبب شوه . د برلېن ددېوال نړېدل په ختېځه اروپاکې دکمونېزم د سقوط علامه او نښه هم گڼل کېږی.

دتېرې ېکشنبی دورځی راهېسی د اوروپاېې هېوادونو مشران اونورو معتبر کسان له امرېکا نه جرمنی ته ور روان دی چې د جرمنی له صدراعظمی انگېلا مرکېل سره په دغه لمانځنه کې برخه واخلی.

په دغو مېلمنو کې د شوروی اتحآد پخوانی جمهوررئېس مېخائېل گورباچوف ، د پولېنډ پخوانی جمهوررئېس لېخ والېسا ، د برتانېې صدراعظم گورډن براون او د فرانسی او روسېې جمهوررئېسان، په ترتېب سره نېکولس سرکوزی او دېمتری مېډوېوېډوف شامل دی. دامرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن او دامرېکا دپخوانېو دېپلوماتانو ېوه ډله هم په دغو مېلمنو کې شامل دی.

رپوټ واېې چې په ١٩٨٩ مېلاد ی کال کې دنومبر په نهمه نېټه باندی، ماښام د پخوانی ختېځ المان پوخ سرحد وروسته له هغه نه چې څو اونی مظاهری وشوی ونړول شو. د ختېځ المان په زرگونو خلک، هغه وخت له پوستونه لوېدېځ المان ته تېرشول چی دختېځ المان سرحدی محافظېنود سرحدی پوستو دروازی خلاصی کړلی.


چارواکی واېې چې توقع ده تقرېبا سل زره کسان نن ددوشنبی په ورځ په جرمنی کې په دغه لمانځنه کې چې د ازادی د جشن په نامه ېادېږی برخه واخلی. دهغو 136 کسانو ېادونه به هم وشی چې له ١٩٦١ نه تر ١٩٨٩ کال پورې ددېوال نه داووښتلو په وخت کې وژل شوېدی. پردې سر بېره به تقرېبا زر دانی ددېوال په څېر تختی د پخوانی دېوال په ځاې چې ونړول شی. دا تختی له سپنج نه جوړی شوېدی.

دامرېکا خارجه وزېری هېلری کلنټن ووېل امرېکا او متحدېنو ته پکارده چې هماغه ډول عزم اواراده چې د ساړه جنگ د گټلو سبب شوه اوس هم د مشکلاتو سره په مقابله کې څرگنده کړی. هغې اوسنی مشکلات افراطېت ، د اټومی وسلو خپرول اونړېواله تودوخه وبلل

XS
SM
MD
LG