د لاس رسي وړ اتصالات

هیلری کلنټن وایی : کرزئ دی فساد ختم کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هلري کلنټن وایي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی باید پخپل هیواد کې د فساد جرړې ختمې کړي.

میرمن کلنټن وایي د امریکا ، جرمني او یا د نورو متحدینو لخوا یې چې د افغانستان د ثبات په خاطر د هر راز مرستې ژمنه کیږي، د دغو مرستو په خاطر د جمهور رییس حامد کرزي نوی حکومت هم باید خپل تعهد وښیي. او د هیواد نه فساد ختم کړي.

میرمن کلنټن دا خبرې نن د جرمني صدر اعظمې میرمن انګلا مرکل او د بهرنیو چارو دوزیر ښاغلي ګایډو ویسټر ویل سره وکړې. هغه جرمني ته تللي دې تر څو د نړۍ د نورو مشرانو سره د برلین د دیوال د نړیدو په شلمه کالیزه کې برخه واخلي. د همدغه مراسمو په دوران کې هغې د میرمن مرکل او د ښاغلي ویسټر وال سره د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې وکړې.

میرمن کلنټن دا خبرې پداسې حال کې کوي چې جمهور رییس اوباما اوس هم پدې باندې بحث کوي چې آیا افغانستان ته د نورو 40 زرو امریکایي عسکرو وړاندیز ومني او که نه.

هغې زیاته کړه امریکا او نور ټول متحدین یې پلان لري چې د جمهور رییس حامد کرزي نوي حکومت خپل د هیلو او ځواب ورکوونې څرګند لستونه وړاندې کړي.

د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و که چیرته د جمهور رییس حامد کرزي حکومت د فساد په وړاندې مبارزه ونکړي نو نړیوال ملاتړ به له لاسه ورکاندي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې د یوې بې طرفه نړیوالې ادارې په صفت دا د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي کای آیده د صلاحیتونو نه بهر کار دی.

ښاغلي کای آیده تیره اوونۍ ویلي و چې د افغانستان حکومت جنګسالارانو او سیمه ایزو بانفوذه اشخاصو ته اجازه ورکوي چې خپلې لوبې پر مخ بوځي.

د برتانې صدر اعظم ګورډن بروان هم د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ته خبرداری ورکړ چې د برتانې نظامي مرستې پدې پورې اړه لري چې د هغه نوی حکومت د فساد په وړاندې څومره مبارزه کوي.

همدارنګه په افغانستان کې د جرمني عسکرو راتلونکې هغه موضوع وه چې میرمن مرکل یې د سپټمبر د میاشتې په انتخاباتو کې بریالۍ کړله. جرمني اوس په افغانستان کې شاوخوا 4 زره او 2 سوه عسکر لري.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې نن د دوشنبې په ورځ یو پریکړه لیک منظور کړ چې هدف یې په افغانستان کې د ملي يوالي لپاره د ژمنو بیا یقیني کول دي. او دا یې تکرار کړه چې دیته اړتیا شته چې د طالبانو او القاعده لخوا د زیاتیدونکو ستونزو ته باید پام واړول شي.

دغه پریکړه لیک د جرمني د ډیپلومات مارټن ني لخوا معرفي شو. هغه زیاته کړه چې هیواد یې د جمهور رییس حامد کرزي هغه ژمنه ستایلې ده چې ویلي یې دي د فساد په وړاندې به مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG