د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان چارسده کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل


پاکستاني پولیس وایي د یوه مشکوکه موټر بم په چاودنه کې چې د پاکستان په صوبه سرحد ایالات کې وشوه ، لږ تر لږه ٢٠ تنه یې ووژل او د ٥٠ نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د پاکستان د چارسدې په سیمه کې شویده چې د پیښور ښار ۴٠ کیلومتره شمال خواته پرته ده. دا په تیرو دریو ورځو کې دریمه چاودنه ده چې پدغې سیمه کې رامنځته کیږي.

پرون د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په یوه ریکشاه کې ځای پر ځای کړي و، خپل ځان یې د تالاشۍ په یوه پوسته کې والوزاوه او ٣ تنه یې ووژل او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

پولیس وایي داسې ښکاري چې ریکشاه چلونکي نیت درلود تر څو خپل ځان داسې سیمې ته ورسوي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي خو وروسته تر هغې یې خپل چاودیدونکي موادو والوزول کله چې د پولیسو لخوا ودرول شو.

همدارنګه پرون د دوشنبې په ورځ چارواکو وویل چې د پاکستان دوه تنه ملیشه د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې چې د باجوړ په قبایلي سیمه کې وشوه ، ووژل شول. له بلې خوا بیا جنګي جیټ الوتکو د کرمې ایجنسۍ په څو کلیو کې د یاغیانو د پټیدو ځایونه بمبارد کړیدي او 8 تنه مشکوکه یاغیان یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ څلور تنه عسکر پرون د دوشنبې په ورځ هغه مهال په جنوبي وزیرستان کې ووژل شول چې یاغیانو د مکین د ښار د نیولو په خاطر ځوابي برید وکړ. مکین د طالبانو پخوانی مرکز و او د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله محسود پلرنی کلی هم دي. بیت الله محسود د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د مزاییلو په هغه برید کې ووژل شو چې شک کیږوي امریکا به کړي وي.

د پاکستان امنیتي قواوو په جنوبي وزیرستان کې د پراخه عملیاتو په نتیجه کې د مکین ښار ګوټی ونیوه.

همدارنګه د تیرې یکشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان د پیښور ښار نه بهر په یوه مارکیټ کې والوزاوه او لږ تر لږه ١٣ تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG