د لاس رسي وړ اتصالات

مزارشریف کې چاودنې ٥ سویډني عسکر زخمي کړل


دسویډن پوځ وایی چې نن یی په افغانستان کی د سرک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی پنځه عسکر زخمیان شوی دي او د هغوی سره ملگری ترجمان وژل شوي دي.

د سویډن پوځي مقامات وایی دا چادونه نن په مزار شریف کی په داسی حال کی وشوه چې عسکرو یی گزمه کوله.

سویډن په افغانستان کی څلور سوه پنځوس تنه عسکر لری چه دناتو تر قوماندی لاندی ماموریت اجرا کوی.

دا پیښه په کابل کی جمهورر یس حامد کرزي سره دسویډن د خارجه وزیر کارل بیلډت دملاقات نه یوه ورځ وروسته شوه. دواړو د جمهوری ریاست دانتخاباتو او اداری فساد په باب خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG