فلسطینیانو پرون د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات د مرگ پنځمه کلیزه ولمانځله.
جمهور رېس محمود عباس چې د یاسرعرفات په څوکئ ناست دی په رامله کې فلسطینیانو ته وینا وکړه.
په غزه کی د یاسر عرفات د کلیزې د لمانځلو مراسم منع شوي دي.
غزه د حماس تر کنترول لاندی ده چې د عرفات د الفتح سازمان سره رقابت لری.
یاسر عرفات په کال ١٩٩۴ میلادی کی د اسرایلو د پخوانی صدراعظم اسحاق رابین او د اسرایلو د جمهور ریس شمون پیریس سره په شریکه د نوبل د سولې جایزه اخیستلې وه.
هغوئ ته دا جایزه ددی لپاره ورکړل شوه چې دسولې لپاره یې کار شروع کړی ؤ.
یاسر عرفات په دوه زره څلور میلادی کال کی د پنځه اویا کالو په عمر د فرانسې په یوه روغتون کی مړ شو.
سږکال د هغه د مرگ کلیزه په داسی حال کی لمانځل کیږی چې د منځنی ختیز د سولې خبرې د سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي او په دې لاره کې د نه پرمختگ له امله جمهور رئیس محمود عباس گواښ وکړ چې ځان به د بلې دورې لپاره په جنورئ کې کاندید نه کړي.
دا ویره شته، که نوموړی په خپل گواښ باندی عمل وکړي ډیر امکان شته چې دفلسطین اداره به د سقوط سره مخامخ شي.