د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د ایران د قونسلگرۍ ویاند ووژل شو


پاکستاني پولیس وايي چې یوه یا ډیرو وسله والو کسانو په پیښور کې د ایران د قونسلګرۍ پاکسانی ویاند په ډزو وژلی دی.

چارواکي وايي چې عبدالحسن جعفري نن د پنجشنبې په ورځ د ګولبرګ په سیمه کې وویشتل شو او وروسته روغتون ته د وړلو پروخت مړ شو.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت یوه نطاق یاده شوې پېښه غیر انساني بللې او پر پاکستاني چارواکو یې غږ کړی چې په دغه ملک کې دي په ډیپلوماتیکي سیمو کې لازیات امنیت تامین کړي.

دغه راز په پاکستان کې د امریکا سفارت هم دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

دغه پېښه په داسي حال کې وشوه چې نېږدې یو کال مخکي یرغمل نیونکو یو ایرانی ډیپلومات هغه مهال وتښتاوه چې په پېښور کې خپل د دفتر په لور په موټر کې روان و.

په داسي حال کې چې د یاغیانو پرضد د پوځ پراخ عملیات دوام لري، یاغیانو په صوبه سرحد کې چې د افغانستان سره په سرحد کې موقعیت لري، خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG