د لاس رسي وړ اتصالات

آسیا ته د اوباما سفر او اقتصادي اجنډا


د امریکا جمهور بارک اوباما نن د پنجشنبې آسیا ته خپل لومړی سفر پیل کړ. د جمهور رئیس اوباما په اجندا کې د چین سره مخ پر زیاتېدونکی تجارتي رکوت د اجندا په سر کې دی.

سپېنه ماڼۍ وايي چې جمهور رئیس به مخکي له دې چې په خپلې طیاره کې کښېني په ملک کې د اقتصادي رکوت او وظیفو د رامینځ ته کولو په اړه به خبري وکړي.

آسیا ته د جمهور ریٌس اوباما نهه ورځنۍ سفر د توکیو نه پیل کېږي او جمهور رئیس به په سنګاپور کې هم د آسیا پسېفیک د اقتصادي همکاریو په یوې غونډې کې ګډون وکړي. د سنګاپور نه به جمهور رئیس اوباما د بیجینګ او سیول پر خوا حرکت وکړي.

جمهور رئیس اوباما ویلي چې هغه به د چینايي چارواکو سره د کتو پر مهال د هغو نه غوښتنه وکړي چې د خپلو پېسو ارزښت ډیر کړي او دغه راز چینايي مصرفونکي به و دې ته وهڅوي چې نور مصرف وکړي.

جمهور رئیس اوباما به د چین سره پر دې هم خبري وکړي چې په دغه ملک کې د امریکايي تولیداتو دپاره مارکیټ پیدا کړي.

جمهور ریْس اوباما ویلي چې د چینايي چارواکو سره د خبرو پرمهال د اقلیم بدلون او د بشر د حقوقو مسله هم په اجنډا کې شامله ده.

XS
SM
MD
LG