د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي غیرقانونی تور زندانونه نلري


چین د بشری حقوقو هغه رپوټ رد کړیدی چی وایی په چین کی یوشمیر زندانونو ته تورزندانونه وایی او دا زندانونه په غیر رسمی ډول هغه خلک په زندان کی اچوی چی له مرکزی حکومت نه دخپلو مشکلاتو د حل لپاره مرسته غواړی.

ددغه عارض، لپاره چی د چین د ختیځ ساحل د کوینگډاو د ښار اوسیدونکی دی، دتورو زندانونو موجودیت یو واقعیت دی. هغه د امریکا غږ له سټیفینی هو سره څومیاشتی مخکی خبری وکړلی.
عارض په چینایی ژبه خبری کوي.

دی وایی چی د ٢٠٠٨ میلادی کال د جنوری په میاشت کی دولس ځلی پینکنگ ته ولاړ چی مرکزی حکومت ته عریضه وکړی چی د کلی یو خان دده زمکه او کور په زور باندی نیسی. هغه وویل چی ځای چارواکیو دی او دده کلیوال د چین پایتخت پوری تعقیب کړل او په زوریی بیرته راوستل. دغه عارض وایی چی دی دوه ځلی په تور زندان کی اچول شویدی.

عارض په دی باب داسی وایی :

(... دی وایی هغه تورزندان ته چی دی پکی واچول شو، هغه د رسمی زندانونو د نظام جز نه و. هغه وایی دی په یوه داسی تعمیر کی اچول شوی و چی اوسپنیزی دروازی یی لرلی او کړکیو یی هم اوسپنیزی پنجری لری. په اول ځل دی په یوه ځانته کوټه کی یوازی واچول شو. دغی ودانۍ نوری کوټی هم لرلی. هغه وویل چی دوه ورځی یی په دغه ودانۍ کی تیری کړلی. په دغه ودانۍ کی څلور نور عارضین هم له مختلفو برخو نه راوستل شوی وو).

دویم ځل هغه وتښتیده اوکله چی دامریکا غږ خبریال ورسره خبری کولی هغه په حقیقت کی له چارواکیو نه په تیښته کی په پټه ژوند کاوه. داکیسه د بشری حقوقو د څارنی له رپوټونو سره د تورو زندانونو په برخه کی برابره ده.

د بشری حقوقو د څارنی رپو ټ وایی چی له ٢٠٠٣ میلادی کال راهیسی د چین یو شمیر زیات اتباع د ورځو او میاشتو لپاره په پټو زندانو کی اچول شویدی. دازندانونه دغیر قانونی او تور و زندانونو په نامه یادیږی. معمولا داخلک ددوی خپلو ځایی چارواکیو ته په لاس ورکول کیږی چی دیته یی اړکړی چی خپلو کورونو ته ولاړسی.

رپوټ وایی چی زیاتره توقیفیان دکلیوالی سیمو خلک دی چی پیکنگ ته ددی لپاره راځی چی له هغو تیریو نه شکایت وکړی چی په خپلو ځایی سیموکی ورسره په غیر قانونی توگه کیږی. په دی کی په غیرقانونی توگه د زمکی نیول، دپولیسو شکنجی او د اداری چارواکیو رشوت خوری شامله ده.

د پنجشنبی په ورځ د چین خارجه وزارت نطاق کوین گانگ دخپل حکومت دریځ بیا تکرار کړی چی د تورو زندانونو له موجودیت نه انکا رکوی.

د چین خارجه وزارت نطاق کوین گانگ په دی باب داسی وویل :

"کوین د بشری حقوقو د څارنی د موسسی دانگیزی په باب پوښتنی لری او وایی چی دایو تش په نامه رپوټ دی. هغه داهم وایی چی تش په نامه تورزندانونه په امریکا کی نشته".

د کوینگ ډاو د ښار عارض چی نوم یی دلته دهغه د مصونیت لپاره پټ ساتل شویدی، وایی چی دده په کورنی ښار کی د اداری فساد یو ډیر پیچلی جال غوړیدلی. هغه وایی چی ځایی چارواکی ددی لپاره درشوت پیسی استعمالوی چی د حکومت له نورو څانگو، او جنایی ډلو سره اړیکی پیدا کړی. نوپه دی توگه دغه عارض بل هیڅ ځای نه درلود چی عریضه ورته وکړی مگردا چی مرکزی حکومت ته ولاړشی.

هغه وویل چی اداری فساد، دده په کلی کی په هرچاباندی اغیزه کړیده. هغه وایی چی که څه هم دی او دده کلیوال غمژن او په غصه دی خو له وهلو نه بیریږی. نو په دی توگه دا جرئت نه کوی چی چارواکیو ته څه ووایی.

XS
SM
MD
LG