د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ناټو اډې ته نږدې ځانمرگي حمله شوې


افغان چارواکي وايي یوه ځانمرګه برید کونکي نن د جمعې په ورځ د ناټو یو نظامي مرکز ته څیرمه چې د امریکا د پوځ د خوا رهبري کیږي، ځان په بم والوزاوه او تر شلو زیات کسان یې ټپیان کړل.

ناټو ویلي چې په ټپیانو کې د دوی نهه تنه عسکر او لس ملکي قراردادیان شامل دي.

طالبانو د فینیکس د کمپ دباندې ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په دې ورستیو میاشتو کې د افغانستان په پایتخت، کابل کې پر نړیوالو سازمانونو باندې یو لړ حملې شوي چې په نښه شویو ځایونو کې د ملګرو ملتونو میلمستون او د هند سفارت هم شامل وو.

د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا کله چې طالبان د قدرت نه راوپرځول شول، سږ کال د نړیوالو قواوو دپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

دغه راز نن د جمعې په ورځ د بریتانې صدراعظم ګورډن براون پر متحدینو غږ کړی چې د افغانستان د ماموریت دپاره دي نورې قواوې دغه ملک ته ورواستوي.

د بي بي سي سره په یوې مرکه کې هغه اطمینان څرګند کړ چې نړیوال متحدین کولای شي تر ۵ زرو پوري اْضافي قواوې د افغانستان د ماموریت دپاره آماده کړي.

XS
SM
MD
LG