د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د استخباراتو پر مرکز مرگانۍ حمله شوې


دپاکستان دامنیتی چارو ماموران وايي ، نن دجمعی په ورځ په صوبه سرحد کې دموټر بم دوه ځانمرگی بریدونه شویدی چې لږترلږه شپاړس تنه پکی وژل شوی او په لسگونو نور زخمیان دی.

دغه حملی په داسی وخت کې وشوی چې دامریکا دملی امنیت سلاکار جیم جونز په دغه هیواد کې دملکی او نظامی مشرانو سره غونډی کوی:

"نن دجمعی په ورځ لومړی چاودنه دپاکستان داستخباراتو داداری یا ای.ایس.ای په سیمه ایزه دفترکې وشوه چې دهیواد په قبائلی سیموکې چې افغانستان سره سرحدی لری،دافراطیانو په خلاف دعملیاتو څارنه کوی".

د چاودنی نه لږ وروسته داطلاعاتو او کولتور صوبه ئې وزیر افتخار حسین دچاودنی په ځای کې خبریالانوته وویل، ځانمرگي یو پیک اپ موټر چلاوه چې دچاودیدونکو موادونه ډک و.

ددغې چاودنی په سبب د ودانی زیاته برخه وغورځیدله. دژغورنی کارکونکی تراوسه پوری په خاورو خلزلو کې خپل دپلټنی کارته دوام ورکوی.

امنیتی قواودغې سیمی ته دخبریالانو په ورتگ باندی پوره بندیزلگولی دی .

ددغه ځانمرگی بریدنه تقریبآ یوساعت وروسته دموټربم یوه بله ځانمرگی حمله دبنو په نژدی سیمه کې دپولیسو په ماموریت وشوه. دا قبائلی سیمه دشمالی وزیرستان دروازه گڼل کیږی چې دالقاعدی او افغان طالبانو قوی مرکزدی.

دغې چاودنی ودانی تباه کړه او په لسگونو کسان ئې زخمیان کړل.

په عینی وخت کې په جنوب لویدیځ پاکستان کې ماموران وايي، مشکوکو افراطیانو دتیلو په هغو ټانکرونو باندی حملی کړیدی چې په افغانستان کې امریکا یې او ناټو قواو ته تیل رسوی. یو موټروان ووژل شواو پنځو ټینکرونو ته ئې اور واچاوه .

په تیره یوه هفته کې مشکوکو طالبانو لږترلږه پنځه لویې حملی کړیدی چې اکثره یې په صوبه سرحد کی وی. په دغو حملوکې څه دپاسه اتیا تنه وژل شوی وو.

مقامات گمان کوی چې دغه تاوتریخوالی دهغونظامی عملیاتو دقصد اخیستلو په بدل کې دی چې په جنوبی وزیرستان کې روان دی.

ننی حملی په داسی وخت کې وشوی چې دامریکا دملی امنیت سلاکار جیم جونز پاکستان ته رسیدلی دی او ددغه هیواد دپوځ دلوی درستیز اشفاق کیانی او صدراعظم یوسف گیلانی سره لیدنه کتنه وکړه چې په نظامی عملیاتو او د سیمه امنیت په باره کې خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG