د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې د امریکايي عسکرو مورال رالویدلی


د امریکا د پوځ یوه شوې سروې ښيي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مورال په دغه ملک کې د مخ په زیاتیدونکي تلفاتو او دغه راز دغه ملک ته د څو ځلي تلو په خاطر په تیزئ سره رالویدلی دی.

د پوځ سروې ښيي چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله د هغو عسکرو شمیر چې د جنګ په اړه یې لوړ مورال ښودلی و پنځوس په سلو کې راکښته شوی دی.

د پوځ د صحي چارو قوماندان ډګر جنرال ایریک شومیکر وايي چې عسکر د جګړو سمیو ته د پرله پسې تلو په خاطر تر فشار لاندي دي.

سروې ښيي چې د پنځو نه یوه عسکر روحي ستونزې لري.

دغه راز سروې دا ښيي چې زیات شمیر عسکر چې د جګړې نه خپلو کورونو ته راستنېږي، کورنۍ ستونزې پیدا کوي.

په یوه جلا پېښه کې نن د شنبې په ورځ د ناټو قواوو ویلي چې پرون د جمعې په ورځ دوه آمریکايي عسکر او یو آمریکايي ملکي د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د بم په بیلابیلو چاودنو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG