د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس اوباما چین ته روان شو


د امریکا جمهور ریس براک اوباما چین ته د یوه لومړنی رسمی سفر په توگه روان شوی دی. ټاکل شوی چی هلته به په اقتصادی ا،و د اقلیم د بدلون په اړه وغږیږی.

ښاغلی اوباما د یکشنبی په ماښام شانگهای ته ورسید او هلته به د دوشنبی په ورځ د ښار د مشرانو او د پوهنتون د محصلینو سره وگوری.

سپینه ماڼی وایی چی جمهور ریس به د محصلینو سره د امریکا او د چین د اړیکو په اړه وغږیږی.

هغه به په دی غونډه کی د حاضرینو او د نورو کسانو چی د ویب پاڼی له لاری خپلی پوښتنی مطرح کړی ځوابونه ورکړی.

ښاغلی اوباما به د هغه نه وروسته پیکینگ ته روان شی او هلته به د چینایی چارواکیو سره وگوری.

XS
SM
MD
LG