د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد ته نېژدی دعراق په ېوه کلی کې ١٣کسان ووژل شول


د عراق امنیتي چارواکي وایي چې نن د بغداد په لویديځ کې په یوه کلي کي چې زیاتره اوسیدونکي یې سنيان دي 13 کسان وژل شویدي.

د بغداد په عملیاتو کې د عراق د پوځ تورن جنرال قسیم الموسوي نن د دوشنبې په ورځ وویل چارواکي ګومان کوي چې دا کسان به د قومي شخړو له امله وژل شوي وي. رپوټونه وایي چې برید کوونکو د عراق د پوځ یونوفورم اغوستي و او دغه کسان یې په ډزو کې وژلي دي.

پولیسو ویلي دي چې په وژل شويو کسانو کې د عراق د سني عربو د سیاسي ګوند چې د عراق د اسلامي ګوند په نوم یادیږي یو غړی هم شامل دی. د کلي اوسیدونکو ویلي دي چې یو شمیر کسانو د القاعده پر ضد وسلې راپورته کړیدي.

په عراق کې د 2006 او 2007 کالونو نه راپدیخوا په قومي تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راغلی دی خو بیا هم ځیني وختونه دا شان بریدونه پیښیږي

XS
SM
MD
LG