د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانانو ته د امنیت سپارلو لپاره د ډیرو قواوو تمه کیږي


د ناټو رئیس وایي دی تمه لري چې نورې ښې ډیرې قواوې به د افغانستان د هغې پراخه ستراتیژئ یوه برخه وي، چې افغانانو ته امنیت وسپارل شي.

د ناټو عمومی منشی اندریس فا راسموسین د سه شنبی په ورځ وویل چې د ناټو قواوې باید د افغانستان امنیتی قواو ته د بل کال له پیل نه وروسته ډیر مسوولیت ور وسپاري.

هغه دا خبرې د ناټو په پارلماني شوری کې چې په سکاټلنډ کې دایر شوې وه کولې.

د راسموسین تبصرې هغه مهال ویش څرگنداوه چې د برتانیې صدر اعظم گورډن براون د دوشنبی په ورځ وړاندې کړی و.

ښاغلي براون وویل چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان لپاره یو نړیوال کنفرانس په برتانیه کې جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به یو مهال ویش جوړ شي چې د هغه له مخې به په ٢٠١٠ میلادي کال کې د امنیت مسوولیت د افغانستان قواو ته وسپارل شي.

ښاغلي براون دا هم وویل چې دی غواړي په دې کنفرانس کې یوه پراخه سیاسي نقشه جوړه کړي چې هغه د ناټو د نظامی ستراتیژئ په چوکاټ کې سرته رسیدلی شي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وعده وکړله چې ډیر ژر په دې باندې فیصله وکړي چې د امریکا ٦٨ زرو قواو ته به څومره نورې تازه قواوې ور ولیږي چې په افغانستان کې له جگړه مارانو سره مقابله وکړي.

ښاغلي اوباما او ښاغلي براون د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی هیواد ته غټ خطر د نړیوالې ترهگرئ له خوا پیښ دی.

ښاغلي اوباما په شنگهای کې وویل چې تروریستي ډلې په دې سبب خطرناکې دي چې د هغوی سرتیري، د بیگناه ملکیانو په وژلو کې، هیڅ ضمیر نلري.
ښاغلي براون د القاعده خلاف، په افغانستان او پاکستان کې د یو واقعي پرمختگ یادونه وکړله. هغه وویل چې د ٢٠٠٨ میلادي کال د جنوري د میاشتې راهیسې د القاعده د ١٢ عالیرتبه مشرانو له جملې نه ٧ تنه مشران وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG