د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل


پاکستاني چاوراکي وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوې حمله کې د دغه ملک په صوبه سرحد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي چې په کښي خارجي یاغیان هم شامل دي.

چارواکي وايي چې دوې توغندۍ په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر یوه مرکز باندې د میر علي په کلي کې ور وتوغول شوې. شمالي وزیرستان د یاغیان مورچل دی چې د افغانستان سره په سرحد کې پروت دی.

د امریکا د پوځ چارواکي هیڅکله دغه ډول حملې نه تاییدوي خو په افغانستان کې د امریکا وسله والې قواوې او د استخبارات یا سي آی ای کارکونکي په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې نه کار اخلي.

د آمریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې رئیس ښاغلي لیون پنیتا د جمعې په ورځ پاکستان ته تللی و او هلته یې د پاکستان د صدراعظم یوسف راضا ګیلاني سره وکتل.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي چې ښاغلي ګیلاني د پنیتا سره د خبرو پرمهال پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دي د آمریکا پالیسي د پاکستان اندېښنې هم په پام کې ونیسي.

په خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې دواړو خواوو پر دې موافقه وکړه چې د دواړو ملکونو د پوځ او استخباراتي حلقو ترمینځ دي کاري همکاري موجوده وي چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG