افغان چارواکي وایی چی نن په کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې یو راکټ لگیدلی او دوه تنه یې زخمي کړي دي.
د کورنیو چارو د وزارت نطاق زمري بشري امریکا غږ ته وویل چی راکټ د رابعه بلخي د روغتون او د سرینا د هوټل تر منځ په سړک باندی ولگید. په دغه هوټل کی ډیر خارجی سیلانیان اوسي. دغه هوټل د ښار په مرکز کی د جمهوري ریاست ماڼۍ، وزارتونو او سفارتونو ته نژدې واقع دی.
چارواکي وایی چی ددغه راکټ چاودنه ډیره لویه وه. لومړني رپوټونه وایی چی د اضطراري چارو کارکونکي د چاودني په ځای کی لیدل کیدل.