د لاس رسي وړ اتصالات

"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"


د امریکا د واشنګټن ټایمز ورځپانې پخپله ننې ګڼه کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اړه د پاکستان د اندیښو په هکله ویلي دي چې که چیرته امریکا په افغانستان کې خپل دعسکرو شمیر زیات کړي نو دا به یاغیان او وسله والې ډلې مجبورې کړي چې پاکستان ته واوړي. پاکستان د امریکا نه غوښتلي دي چې پدې اړه دې د هغه هیواد اندیښنې په پام کې ونیسي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان صدر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني د خپل هیواد دا اندیښنې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې د مشر لیون پنیتا سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

لیون پنیتا څه موده وړاندې پاکستان ته سفر کړی و. ورځپاڼه وړاندې وایي چې دغو اندیښنو د جمهور رییس اوباما ستونزه نوره هم سخته کړیده. هغه اوس پدې باندې کار کوي چې آیا افغانستان نور ١٠ زره یا ۴٠ زره اضافي امریکایي عسکر ولیږي او که نه.

د پاکستان صدر اعظم دامریکا نه غوښتلي و چې امریکا باید ا افغانستان په اړه ټول پلانونه د پاکستان سره شریک کاندي تر څو هغوي هم د غوښتنو سره سم خپله همکاري وکړي.

ورځپاڼه وایي که څه هم په پاکستان کې د امریکا سفارت د سي آی اې د مشر د سفر د هدف په اړه څه ندي ویلي خو پدې وروستیو کې د امریکا امنیتي چارواکو او دولتي مشرانو څو ځله پاکستان ته سفرونه کړیدي او د هغه هیواد نه یې غوښتلي دي چې د یاغیانو په وړاندې په جګړه کې دې خپلې مرستې زیاتې کاندي.

XS
SM
MD
LG