د لاس رسي وړ اتصالات

د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی


پاکستان د جمهور ریس آصف علی زرداری په شمول د اته زرو نه د زیاتو کسانو نومونه افشا کړی چی د اداری فساد دلگول شوو تورونو نه معاف شوی وو.

د ملک د قانون وزیر افضل سیندو پرون د هغو کسانو نومونه افشا کړل چی په کال ٢٠٠٧ م کی د عفوی د یوه تړړون له مخی بښل شوی وو . دغه تړون په راتلونکی اونی کی پای ته رسیږی.

په نورو عالی رتبه چارواکیو کی چی د اداری فساد تورونه پری لگیدلی دی، د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ،د دفاع وزیر احمد مختار او په امریکا کی د پاکستان سفیر حسین حقانی هم شامل دی.

د پاکستان پخوانی جمهور ریس پرویز مشرف د پخوانی صدراعظمی بینظیر بوتو سره د قدرت د شریکولو په خاطر چی په هغی باندی هم د اداری فساد تور لگیدلی و،د عفوی دغه فرمان صادر کړی و .

میرمن بینظیر بوتو وروسته له هغه په قتل ورسیده او د هغی د میړه جمهور ریس آصف علی زرداری نه د ډیر شمیر نورو سیاستمدارانو په شان د اداری فساد تورونه لیری شوی دی.

XS
SM
MD
LG