د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي


پاکستاني چارواکي وایي چې د جنګي هیلوکوپترو په ملاتړ، پیلو قواو یې د افغانستان پولې ته نږدې په قبایلي سیمه کې یې نن اتلس تنه یاغیان وژلي دي.

دغه چارواکي وایي دا یاغیان د شاهي خیلو په ښارګوټي په دوه ورځني دوامداره جګړو کې وژل شویدي.

د پاکستان پوځي قواوې جنوبي وزیرستان ته نږدې د اورکزیو په سیمه کې د یاغیانو سره په جګړه کې بوخت دي. په جنوبي وزیرستان کې پوځ د یاغیانو په وړاندې ستر عملیات پیل کړیدي او ویل کیږي چې دغه سیمه د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود اصلي مرچل دی.

پاکستاني چارواکو همدارنګه ویلی دي چې پرون یې د باجوړ په قبایلي سیمه کې 16 تنه یاغیان وژلي دي.

د پوځ دا ادعاوې په مستقله توګه ځکه نشي تایید کیدلی چې سیمې ته خبریالان او د بشري حقونو ډلې نه پریښودل کیږي

XS
SM
MD
LG