د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو پر مخونو تیزاب شیندل؟


د ښځو پر مخونو باندې د تیزاب شیندل په ځینو افریقایي او آسیایي ملکونو کې زیات دي. بنګلادیش د هغو هیوادونو د جملې نه دې چې دا پیښې پکې رامنځته کیږي. د بشري حقونو د مدافع وکیلې منیره رحمن هلته دا هلې ځلې پیل کړیدي تر څو د دا شان پیښو مخه ونیسي.

ډیرې ښځي په خوار ډاریدلي حالت کې ژوند کوي، په ښځو باندې تیزاب پدې خاطر شیندل کیږي چې د یوه کس د واده نه انکار کوي ، یا په ځمکو باندې د جنجال په وجه او یا هم د نورو دلایلو له وجې پدوې باندې تیزاب شیندل کیږي. پدې سره د دوي ژوند تباه کیږي او ځان د ټولنې نه پټ ساتي. دوي تل خپل مخونه پټ ساتي او احساسات یې مړه وي. خو اوس د دوي د فاع په خاطر میرمن منیرې رحمن خپلې مټې رانغښتې دي.

د تیرو 17 کالونو راپدیخوا میرمن منیره رحمن هڅه کوي تر څو په بنګلادیش کې د ښځو په وړاندې تبعیض ، ناوړه ګټه اخیستنه او تاوتریخوالی له منځه یوسي. هغه دا کارونه د یوې موسسې پر مټ کوي چې د تیزابو نه ژوندي پاتي شوي ټولنه نومیږي. میرمن رحمن وایي چې دغو ښځو ته د بنګلادیش په پایتخت ډهاکې کې د همدغې ټولنې په یوه 20 بستریز روغتون کې درملنه کیږي.

"زه ډیره ډاریدلې وم او ټکان مې وخوړ چې څنګه یو انسان کولی شي پر بل انسان باندې تیزاب وشیندي. خو دا چې ما د دغو پیښو د قربانیو د لوړ همت په اړه معلومات ترلاسه کړل نو مې پریکړه وکړه چې د دغو کسانو سره کار وکړمه. "

میرمن رحمن وایي چې د هغو ښځو همت او زړه ورتیا ته ډیره حیرانه ده چې دا ورسره مرسته کوي خو ځینې وخت د هغو سړیو او ښځو د ذهنیت په اړه هم شکایت لري چې د تیزاب شیندلو په پیښو باندې سترګې پټوي.

"د میرمنو موقف تل د سړیو تر امر لاندې وي. او په ټولنیز ، اقتصادي ، سیاسي او کلتوري لحاظ په سړیو باندې تکیه کوي. سړي خپل ځان د هغوي بادران ګڼي. او وایي چې میرمنې د هغوي د جایداد يوه برخه ده که وغواړي ساتي یې او که نه یې غواړي نو له منځه یې وړي".

منیره رحمن چې د تیزاب شیندنې نه ژوندي پاتي شوي د ټولنې مشره ده وایي چې د تیزاب شیندنې په اړه یې د خلکو د پوهولو لپاره زیاتې هلې ځلې کړیدي او په بنګلادیش کې یې پدې اړه یو شمیر اساسي بدلونونه راوستي دي. هغه وایي چې پدې وتواینده تر څو د بنګلادیش په حکومت باندې داسې یو قانون پاس کړي چې له مخې به یې د تیزاب شیندنې پیښې کمې شي. Act 5

"د بنګلادیش په قانون کې د تیزاب شیندنې جرم لپاره هیڅ قانون نه وه. زمونږ ټولنې د بنګلادیش د حکومت سره په ګډه کار وکړ او دوه قانونه مو منظور کړل. د دغو قوانینو له جملې نه یې لومړی قانون دا دی چې د تیزاب شیندلو مجرمینو ته به هر څومره زر چې امکان ولري سزا ورکول کیږي. او دوهم یې د تیزابو د راکړې ورکړې په اړه دی".

د میرمن منیرې رحمن پدغې ټولنه کې د تیزاب شیندنې د قربانیو سره روحي او اقتصادي مرستې هم کیږي. هغه وایي چې زیاتره ښځې دا ټولنه خپل کور ګڼي. د میرمن منیرې دا ټولنه په بنګلادیش او نوره نړۍ کې ښځو ته هیلې پیدا کوي. په ځانګړي ډول هغو ښځو ته چې د تاوتریخوالي له امله زیانمې شویدي او یا ورباندې نور ظلمونه شوي وي.

XS
SM
MD
LG