د لاس رسي وړ اتصالات

د حج مراسمو کې د خوگانو د زکام ویره


د نړی د بیلابیلو برخو نه مسلمانان سعودی عربستان ته د حج د فریضی د ادا کولو لپاره تللی دی.

ټاکل شوی چی ٢.٥ میلون مسلمانان د حج په مراسمو کی برخه واخلی او د سعودی عربستان چارواکی هڅه کوی چی د خوگانو د والگی او امنیتی اندیښنې رفع کړي.

د حج په مراسمو کی چی ډیره گڼه گوڼه ده د خوگانو د زکام یا H1N د خپریدو امکانات به زښت زیات وي.

د سعودی عربستان چارواکیو د حج د مراسمو مخکی ددغه والگي د واکسین کمپاین پیل کړی وو.

د مکی معظمی او مدینې ښارونو ته د ننوتو په لارو کی سختی پیرې اچول شوي دي تر څو د شیعه یاغیانو د احتمالی غلچکیو حملو مخه ونیسي چی ویل کیږی دغه یاغیان ښایی ملک ته په پټه ننوتي وي.

XS
SM
MD
LG