د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو د حقوقو د ورځې شلمه کلیزه


ملگري ملتونو تیره پنجشنبې ه د نړۍ د ماشومانو دساتني او حفاظت د تړون د نړۍ والي ورځی شلمه کالیزه ولمانځله.

په هغه رپوټ کی چی د پنجشنبې په ورځ د ماشومانو د صندوق ( یونیسیف ) له خوا خپور سوی ویل سوي دي چی د ماشومانو د حقوقو د ساتني کانوانسیون چی په ١٩٨٩ کال کی د ملگرو ملتو عمومی اسامبلې منظور کړ، هغه پرته له دوو ملکونو نه ټولو هیوادونو تایید کړی دی.او دا دوه ملکونه سومالیا او د امریکا متحده ایالات دي.

یونیسیف وایی چی ددې تړون له کبله د نړۍ د ماشومانو چی تر پنځو کالو کم عمر لری، په کلنی مرگونو کی ٢٨ فیصده کموالی راغلی دی.

یونیسیف دا هم ویلی دی چی څه د پاسه ٧٠ هیوادونو ددې تړون نه په استفادې کولو سره د ماشومانو له خوا د کارونو د کولو او په نظامي خدمت کی د هغو د شاملولو په خلاف قوانین جوړ کړی دي.

XS
SM
MD
LG