د لاس رسي وړ اتصالات

د ١٩۴٧ کال د اروپا سرنوشت سازه غونډه


د ١٩۴٧ م کال دنومبرپه پنځه ویشتمه نیټه دامریکا، فرانسی، بریتانی او شوروی اتحاد استازو غونډه پیل شوه چې له دویم نړیوال جنگ نه وروسته داروپا دسرنوشت په باره کې خبری وکړی.

ورځپاڼو دغونډی فضا تیاره غوندی بللی وه. ددغې غونډې ټول ټینگاردالمان په راتلونکی باندی و. دغونډې فضا روښانه نه وه او غونډه په ترخو خبرو او په یوبل باندی په تورلگولوسره دډیسمبر په میاشت کې ړنگه شوه.

دغونډې موضوع دا وه چې المان باید څه وی. په ١٩۴٥ م کال ددویم نړیوال جنگ نه وروسته دڅلورو هیوادونو دقواوترمنځ چې دغه هیواد ئې اشغال کړی و، وویشل شو.

اصلی خبره ددغې غونډی په ناکامی باندی پوهیدل پکار دی. دبهرینوچارو دوزیر جورج مارشل په مشری امریکائې هیآت داروپا دبیا رغاونی په پروگرام کې دلویدیځ المان په ونډې اخیستلو باندی ټینگارکاوه .

ددی لپاره چې دلویدیځی اروپا جنگ ځپلی هیوادونه خپل وروسته پاتی اقتصاد بیرته پخپلو پښوباندی ودروی او اروپاکې دکمونیزم دپرمختگ په خلاف یوقوی سنگرجوړکړی نوهماغه وچې امریکا دمارشل پلان له لاری په میلیاردو ډالر ورسرکړل.

دبهرنیوچارو دوزیر (ویناچسلاومولوتوف ) په مشری شورویانو دالمان دیوځای کیدو پیشنهاد وکړخو دغه هیواد داروپا دبیا رغاونی په پروگرام کې گډون نشی کولای.

دوی له المان نه دډیر درانده تاوان داخیستلو غوښتنه هم کوله . مارشل ، دفرانسی دبهرنیو چارو وزیر (جورج بیدولت) او دبریتانی دبهرنیو چاروزیر (ارنست بیون ) دهرهغه پلان مخالفت وکړچې په اقتصادی لحاظ المان کمزوری کړی یا ئې دلویدیځی اروپانه جدا کړی ځکه چې دلویدیځ المان اقتصادی بیا رغاونه دټولی لویدیځی اروپا داقتصادی بیا رغاونی لپاره ډیره مهمه گڼل کیده.

دواړو خواو نه غوښتل چې له خپلودریځونونه تیرشی نو هماغه و چې خبری ناکامه شوی. یوه ورځپاڼه دغونډې دوروستیو شیبو په باره کې لیکی چې دبهرنیو چارو وزیر ( بیون ) دغونډې له برخه والونه وغوښتل چې دبلی غونډی دوخت او ځای په باره کې پیشنهاد وکړ مگر هیچا څه ونه ویلی او ټول غلی پاتی شول.

په حقیقت کې دغه غونډه داسی سرته ورسیدله چې دامریکا دپالیسی طراحانوئې غوښتنه کوله .دوی دشوروی هغه کوښښونه ناکام کړل چې دالمان یوځای کیدل او داروپا په اقتصادی بیا رغاونه کې برخه واخلی.

دوی له غونډې نه دمخه پریکړه کړی وه چې خبری باید ناکامه شی چې داسی څرگنده کړی چې شوروی په غلطه و. دوی همدا هدف لاس ته راوړ.

XS
SM
MD
LG