د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان کی سیلاوونو ۴٨ کسه ووژل


نن په سعودی عربستان کی چی د عرفې ورځ ده په سختو بارانونو او سیلاوونو کی لږ تر لږه ۴٨ کسه مړه شوي دي.

بارانونه ټوله ورځ واوریدل، ټرافیک یې بند کړ، بریښنا یې قطع کړه او خلک مجبور سول چی په خپلو کورونو کی پاته سی. چارواکي وایی چی کله چی خلک د جدې د ښار نه مکې معظمې ته روان وو، نو په هغوی کی تقریبا ٩٠٠ تنه په لار کی بند پاته سول.

فکر کیږی چی سږ کال به لږ تر لږه دوه نیم ملیون خلک د حج فریضه ادا کړی او چارواکي دغه راز د ایچ یو این یود والگي د ناروغۍ د خپریدو او امنیت په باب هم اندیښنې لری او په دې برخه کی په کار بوخت دي.

څلور کسه سعودی عربستان ته د رسیدو په وخت په دې ناروغۍ مړه شوي دي. د هغه هیواد د روغتیا وزیر وایی چی ٦٧ کسه نور دغي ناروغۍ نیولي دي.

XS
SM
MD
LG