د لاس رسي وړ اتصالات

جرمن قومندان د افغانستان د بمبار له امله استعفا وکړه


د جرمني د پوځ یو لوړ رتبه صاحب منصب په افغانستان کې د سپتمبر د میاشتې د هوايي بمباریو له کبله چې په کښي ملکي خلک هم د وژل شوي کسانو په جمع کې شامل و، استعفا وکړه.

د جرمني د دفاع وزیر کارل تیودور سو ګوتنبرګ نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې جنرال ولفګنګ شنایدرن په دې ونه توانېد چې د یادشوې پېښې په اړه کافي معلومات وړاندي کړي او استعفا یې وکړه.

د افغانستان د حکومت له خواه ټاکل شوي کمیسون ویلي چې د کندز ولایت په هوايي بمباریو کې ۳۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه د روان کال د سپتمبر پر ۴ مه نېټه وشوه. د کمیسون یوه څارونکي ویلي چې ۶۹ طالبان هم په دغه هوايي حمله کې وژل شوي.

دغه حمله هغه وخت وشوه چې د جرمني قواوو قوماندان پر یاغي طالبانو باندې چې دوه د تیلو ټانکره یې تښتولي و، د بمباریو امر وکړ.

د ناټو په لومړني تحقیقاتو کې دا هم په ډاګه شوې وه، چې په وژل شویو کسانو کې ملکي کسان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG